روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کب درېمه د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل پر وړاندې د کابل میشتو د ملی پاڅون په یاد

د ۱۳۵۸ لمریزکال د حوت یا کب میاشتې په درېمه د کابل خلکو د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل پر وړاندې ملی پاڅون وکړ او دا یې څرګنده کړه، چې افغانان هېڅکله د چاه تېری نه منی. 
په دغه ملی پاڅون کې محصلین، زده کوونکی، ښوونکی او استادان او دغه راز عام خلک شامل وو، ویل کېږی، چې شوروی عسکرو د وخت د کمونیستی حکومت د عسکرو په ملاتړ په خلکو ډزې کولې او په بې رحمۍ سره یې وژل: 

د کب یا حوت درېمه چې د پخوانی شوروی اتحاد د پوځ پر وړاندې د کابل د خلکو د ملی پاڅون ورځ بلل کېږی، په کابل او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو کې نمانځل کېږی.
د پخوانی شوروی اتحاد پوځ د ۱۳۵۸ لمریزکال د جدی یا مرغومی میاشتې په شپږمه نېټه په افغانستان یرغل وکړ او د دارالامان په سیمه کې د شوروی پوځ ټانکونه ولیدل شول، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره او خونړۍ ورځ بلل کېږی. 

لږ وروسته په دارالامان او تاج بېک غونډۍ کې ډزې وشوې او د همدې شپې په ناوخته د تاشکند له راډیو څخه د ببرک کارمل غږ واورېدل شو، چې د حفیظ الله امین وژل او واک ته یې د ځان د رسېدو اعلان وکړ.  د ۱۳۵۸ لمریزکال د کب یا حوت د میاشتې په درېمه خلکو په کابل ښار کې د شپې د تکبیر غږونه پورته کړل او د وخت د کمونیستی رژیم او د سره پوځ پر وړاندې یې د ملی پاڅون اعلان وکړ. 

له دې وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د کمونیستی رژیم او د پخوانی شوروی اتحاد د پوځونو پر وړاندې غونډې او مظاهرې وکړې او په دې توګه په ټولو سیمو کې خلکو خپله مبارزه پیل کړه. 

اکثریت باور دا دی ، چې په هرات کې د کب یا حوت د ۲۴تمې نېټې پاڅون چې زرګونه افغانان په کې شهیدان شول هم د کابل د خلکو له پاڅونه الهام اخیستی و: 
د حوت ۲۴ پاڅون هم د خلکو قیام، چې پیل یې د حوت د درېم یعنې د کابل له پاڅونه و.))ډېرشمېر سیاست پوهان په دې باور دی، چې پرافغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د پوځ یرغل ته د وخت خلق او پرچم ګوندونو زمینه برابره کړه، یعنې کومې بدبختۍ چې اوس ترسترګوکېږی د هغه یرغل نتیجه ده. په عین حال کې ځینې عام افغانان او دینی عالمان په دې باوردی، چې د ظلم او ستم پر وړاندې د کابل د خلکو د ملی پاڅون دغه ورځ باید هرکال په ځانګړو مراسموکې ونمانځل شی ،چې د دوی په خبره د دغې ورځې یاد او خاطرې ژوندۍ وساتلې شی. 

د درېیم قوت په پاڅون کې زموږ ډېر افغان ورورڼه په کې شهیدان شول، چې ترې ډېرې ښځې او ماشومان پاتې شول.د پخوانی شوروی اتحاد یرغلګرو پوځیانو کابو نهه کاله په افغانستان کې تېرکړل خو د ۱۳۶۷ لمریزکال د سلواغې یا دلوې میاشتې په ۲۶ مه د خپلو زرګونو عسکرو په تلف کولو له افغانستانه وتلو ته اړ شول. 

ممکن است شما دوست داشته باشید