روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کانونو او پټرولیم وزارت: په قراردادونو کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایی: د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکول کېږی. د کانونو سرپرست وزیر مولوی شهاب الدین دلاور ویلی، هڅه کوی د کانونو په برخه کې بهرنۍ پانګونه راجلب کړی او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړی. له بلې خوا د صنایعو او کانونو خونه وایی، د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې باید لومړیتوب هغو شرکتونو ته ورکړل شی چې په هېواد کې دننه پروسس کوی. افغانستان ډیرې کانی زېرمې لری، خو د هېواد ستر کانونه لا هم استخراج شوی نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید