روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوی مخدوم عبدالسلام((سعادت)) د تېر یوه کال په موده کې۸۰ زره تنه په کار ګمارل شوی

د تېر یوه کال په موده کې اسلامی امارت پر دې توانېدلی ،چې تر۸۰ زرو کسانو پورې په کار وګماری او د دې ترڅنګ د پخوانی نظام هغه تفاهملیکونه، چې د کار په موخه یې له بهرنیو هیوادونو سره کړی وو،خو عملی بڼه یې غوره نه کړه له سره پرې کتنه کوو.اوس موږ پلان جوړ کړی او هغه دا،چې ۶۵ زره افغانان د کار لپاره عربی او نورو هیوادونو ته ولېږل شی.د دغه پلان د عملی کولو لپاره  وخت او زمان ته اړتیا ده،چې پرې کار وشی.کېدای شی شپږ میاشتې او یا یو کال په بر کې ونیسی.په دې تړاو د هیواد ورځپاڼې خبریال یو رپوټ چمتو کړی،چې خپرېږی.د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوی مخدوم عبدالسلام((سعادت)) د وزګارو هیوادوالو  د ستونزو د حل کولو په تړاو داسې وایی: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معینیت د یو کال په موده کې تر اتیا زروبېوزلواو وزګارو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده .لکه د قوشتېپې په پروژه کې،د سر پل په ولایت کې د ګازو او تیلو پروژه، د شنه کابل او یا د نوی کابل پروژه کې او همدارنګه په ټاپی پروژه کې. د دغو پروژو پیل زموږ د خلکو لپاره ښه زیری دی.په دغو پروژو کې تر ۸۰ زرو کسان ګمارل شوی دی.په یادو پروژو کې پخوانی نظام خلکو ته د عملی کار د پیل کېدو زیری نه و ورکړی،خو د خدای په فضل موږ دا کار پیل کړ او ډېر هیوادوال په کې بوخت شول.

مولوی سعادت ځوانانو ته د راتلونکې لپاره د کار  زمینې د برابرولو  پلان په اړه وایی: زموږ لومړنی پروګرام د هیواد په دننه کې خلکو ته د کار زمینې برابرول دی.هغه ادارې چې کار پیدا کوونکې دی د کار او ټولنیزوچارو وزارت د کار له معینیت سره اړیکې لری.موږ د کار لپاره ستر پلانونه لرو،چې وروسته له یوې مودې به هیوادوالو ته خپاره او اعلان شی.سر بېره پر دې موږ یو بل پلان هم پیل کړی او هغه د پخوانی نظام د هغه تفاهم تازه او ژوندی کول دی،چې بهرنیو هیوادونو له افغانستانه د ۶۵ زرو کارګرانو غوښتنه کړې وه،خو پخوانی حکومت د بېوزلو هیوادوالو محرومیت ته هېڅ پاملرنه نه کوله او د یادو هیوادونو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه و ویلی.د افغانستان اسلامی امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلان لری،چې یاد تفاهم لیک تازه او ژوندی کړی.د دغې پروژې پیل به یوه اوږده موده ونیسی،چې کار یې پیل شی.د دغې پروژې په ژوندی کېدو سره به کار پیل شی او د ۶۵ زرو کسانو لپاره به په عربی هیوادونو او ترکیې کې د کار زمینه برابره کړای شی.

ده زیاته کړه:هغه هیوادوال،چې له هیواد څخه وتلی او یا د وتلو هوډ لری، موږ هغوی ته دا وایو،چې په قاچاقی توګه تګ مو بهرنیو هیوادونو ته ګټور نه دی.په بهرکې د دوی د حقونو د خوندی کولو لپاره هیڅ قانونی مرجع شتون نه لری؛ځکه دوی ناقانونه تللی او ژوند تېروی .بل دا چې د کار کولو لپاره صحی خوندیتوب هم نه ترسترګو کېږی.سربېره پر دې د دغو کسانو کومې پیسې،چې د کار په څښتن اوړی،څوک نه شته،چې د هغوی پیسې ترلاسه کړای شی او مهمه دا،چې د خپل هیواد کوم سند یا پاسپورټ هم په واک کې نه لری.په کارخانو او نورو ځایونو کې چې کار کوی،که د دوی معاش زر ډالره کېږی هغو ته دوه سوه ډالره ورکول کېږی او که اته سوه ډالره یې حق وی هغوی له دوه سوو ډالرو لږ تر لاسه کوی؛نو له همدې کبله له ځوانانو دا غوښتنه لرو،چې بهرته د تللو پر مهال په واورو، غرونو او سمندرونو کې ځانونه تباه نه کړی.سربېره پر دې د پردیو هیوادونو د خلکو له خوا تهدید  نشی.موږ په هیواد کې د دغو ځوانانو د بوختولولپاره  کار د زمینې د برابرولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوو.همدارنګه بهر ته د کارګرانو د لېږلو په موخه هم د پلان د پلې کولو هڅې پیل شوی دی.

دی د کار او ټولنیزو چارو وزارت دفنی او حرفوی زده کړو فعالیت ته په کتو سره وایی:د دغه وزارت د کوریا افغان دفنی او حرفوی زده کړو ، افغان جایکا،افغان هند او همدارنګه افغان ایران مرکزونه فعالیت لری.اوس د افغان کوریا د زده کړې مرکز فعال دی او همداسې د جایکا افغان مرکز.اوس موږ په افغان کوریا مرکز کې په بېلابېلو برخو کې زده کوونکی لرو.همدارنګه د جایکا افغان مرکز کې افغان زده کوونکی تر روزنې لاندې نیول شوی دی.په پخوانی نظام کې په دغو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو اوس زموږ فعالیت  پرته له ګڼې ګونې په نورمال ډول دوام لری.د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هغو اړیکو له مخې،چې د کار له ټولنو سره یې لری، پر دې توانېدلی،چې یاد مرکزونه په نورمال ډول فعال وساتی.اوس تر۷۵۰۰ زده کوونکو پورې په فنی او حرفوی مرکزونو کې تر خپل پوښښ لاندې لرو.

مولوی مخدوم عبدالسلام((سعادت)) وایی: اسلامی امارت یوه مسئولیت منونکې اداره ده،چې چارې یې د حضرت عمر ((فاروق)) د خلافت د دورې په څېر پرمخ ځی.په دې مانا ،چې د ټول ولس په غم کې شریک یو.بېوزلی زموږ د ولس پراوږو دروندوالی کوی.بیاهم زه له ځوانانو دا غواړم،چې په ناقانونه توګه له هیواده د باندې سفر ونه کړی.لکه نور ځوانان په خپل هیواد کې دې پاتې شی. دکار او ټولنیزو چارو وزارت د لنډ مهال،منځ مهال او همدارنګه داوږد مهال پلانونه لری، که خدای کول ورته به د کار زمینه د هیواد په دننه او له هیواده د باندې په قانونی توګه برابره شی .دوی دې خپله آرامتیا وساتی او په خپلو کورونوکې دې پاتې شی او زموږ نور راتلونکی پلانونه به عام شموله  وی.په دې توګه به موږ وتوانېږو چې خپل ځوانان له خطرونو وژغورو.

د کابل تخنیکم فارغ التحصیل ولی محمد وایی:هر محصل،چې زده کړه پیل کوی هیله لری،چې د زده کړې له بشپړېدو وروسته د دولت په چوکاټ کې ورته د کار زمینه برابرېږی،چې خپله کورنۍ وساتلی شی.اوس زموږ د هیواد د ژوندانه شرایط دومره ستونزمن او سخت شوی،چې کار نه پیدا کېږی او که پیدا هم شی د کار مزد ټیټ وی  او ژوند په ښه توګه پرمخ نه شی تللی.موږ د اسلامی امارت او په تېره بیا د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه دا هیله لرو،چې ځوانانو ته په تېره بیا هغو کسانو ته،چې کلونه کلونه یې تحصیل او زده کړه کړې د کار زمینه برابره کړی،چې وتوانېږی په آبرومندانه توګه ژوند وکړی او دې ته اړ نشی،چې د سختو او خطرناکو لارو په وهلو سره ګاونډیو او نورو هیوادونو ته د کار لپاره لاړشی.موږ د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه بهرته د کار په موخه د افغانانو د لېږلو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پلانه ملاتړ کوو.خدای دې وکړی ،چې دغه پلان پلی شی،چې ځوانان په قانونی توګه بهرته لاړ شی او کار وکړی.

د بګرامیو د نساجی فابریکې پخوانی کارګر حمیدالله،چې د وزګارتیا شپې او ورځې تېروی وایی:ټول هیوادوال پوهېږی،چې پخوا د بګرامیو نساجی فابریکې فعالیت درلود او کابو څلورنیم زرو کسانو په کې په دریو شیفتونو کې کار ،خو کله،چې د مجاهدینو تر منځخپل منځی جګړې په کابل کې پیل شوې دغه فابریکه ویجاړه او د اور په لمبوکې وسوځېده.مخکې له سوځېدو ما د فنی کارګرپه توګه تکه تولیدوله او همداسې نورو کارګرانو هم بېلابېلې دندې پرمخ بېولې.هغه مهال موږ سربېره پر تنخواه کوپونونه هم درلودل او له ارزاقی مغازو څخه مو اوړه،وریجې،بوره،صابون،غوړی او همداسې حبوبات ترلاسه کول. زموږ ژوند ښه پرمخ ته،خو کله،چې نظام بدل شو، د جګړو له امله ټولې مغازې له فعالیت څخه ولوېدې او یا ویجاړې شوې.د تېرو دېرشو کلونو په موده کې هغه دولتونه،چې منځ ته راغلی پر دې ونه توانېدل،چې بېرته کارګران په فابریکو کې په کار بوخت کړی او په مغازو کې کوپونی مواد ورکړل شی.د ورانو فابریکو رغول او په کې کارګرانو ته د کار زمینې برابرول د وخت د دولتونو له توان څخه وتلی کار و.اوس،چې اسلامی امارت پر ټول هیواد  واکمن شوی دی له دوی څخه دا هیله لرو،چې ورانې شوې فابریکې ورغوی او درېدلې فابریکې بېرته فعالې کړی.په ځینو ولایتونو کې سیلو ګانې او ځینې فابریکې بېرته فعالې شوې دی.په دغه کار سره زموږ د هیوادوالو هیله مندی ډېره شوې ده؛نو اړینه ده چې دغه کار ته ډېر سرعت ورکړی،چې وزګارو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شی او ورسره د خلکو او هیواد اقتصاد پرمختګ وکړی.             ((نوری))

ممکن است شما دوست داشته باشید