د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د اقتصادی کمېسیون غونډه کې د برېښنا پر پور، بانکی بندیزونو او د پراختیایی پروژو پلانونو پر چمتو کولو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې اقتصادی کمېسیون د افغانستان بانک او دولتی شرکتونو استازو ته لارښوونه کړې ،چې پر دولتی شرکتونو د بانکی بندیزونو د کمولو لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته کړی.
اقتصادی کمېسیون امنیتی ادارو ته هم لارښوونه کړې چې له دولتی ادارو او زورواکو څخه د برېښنا د پور اخیستو په برخه کې جدی همکاری وکړی.
په غونډه کې اقتصادی کمېسیون د کابینې د ۲۸ مصوبې له پرېکړې سره سم ټولو وزارتونو ته هم لارښوونه کړې چې د خپلو اقتصادی او پراختیایی پروژو پلانونه چمتو او رهبرۍ ته یې وړاندې کړی. باختر