روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل ککړې هوا ښاریان اندېښمن کړی

روغتیا پالان وایی: د بې کیفیته سون توکو کارولو د ښار پر هوا منفی اغېزه  کړې او ګڼ شمېر خلک په تنفسی ناروغیو اخته شوی دی.دچاپېریال ساتنې اداره یې په اړه څه نه وایی، خو په کابل ښار کې د بې وزلۍ له امله د سون توکو پر ځای، د پلاستیکونو اوبې کیفیته سون توکو د سوځولو لړۍ عامه شوې ده.ښاریان وایی: د سون توکو اخیستلو توان نه لری، نو ځکه اړ دی چې له بې کیفیته توکو کار واخلی او د ناروغیو له خطر سره، سره یې وکاروی.روغتیا پالان بیا د کابل ښار ککړه هوا خطرناکه بولی او له حکومته  یې دغې برخې ته د جدی پام غوښتنې لری.دوی وایی: دوی ته د ورتلونکو تنفسی ناروغانو شمېر زیات شوی او ډېرې بې وزله کورنۍ په تنفسی ناروغیو اخته شوی دی.وروستی ارقام ښیی چې هر کال د ککړې هوا له امله په پلازمېنه کې، تر درې سوه زره افغانان په بېلا بېلو تنفسی ناروغیو اخته کېږی چې ګڼ یې له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید