روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل ښاروالۍ ویاند: د کابل ښار لپاره ۱۸۱ پروژې منظورې او ترکار لاندې نیول شوی دی

کابل ښاروالۍ د کابل ښاریانو د تګ او راتګ ستونزو د لرې کولو په موخه د ترانسپورټ او ملکی هوایی چلند له وزارت سره په همغږۍ کې ملی بس موټر فعال کړی او غواړی دغې پروژې ته پراختیا ورکړی. سربېره پردې د خیرخانې میرویس میدان او ځېنو نورو سیمو د سړکونو د رغولو او ترمیمولو او د پلیو لارو د سنګ فرش پروګرام یې هم پیل کړی دی،چې کابل ښار ښکلی او خلکو ته د تګ او راتګ آسانتیاوې برابرې شی.د هېواد ورځپاڼې خبریال په دې باب یو رپوټ چمتو کړی،چې په ګډه یې لولو.کابل ښاروالۍ د سړکونو د جوړولواورغولو، د ملی بسونو د فعالولو او همدارنګه د پلیو لارو د سنګ فرش او پخولو او ځینونورو پروژود پلې کولو لپاره ۱۸۱ پروژې منظورې او تر کار لاندې نیولی او د ځینو پروژو کار پیل شوی دی.

د خیرخانې مېنې د یوولسمې ناحیې اوسېدونکی لطف الله وایی: د ملی بسونو فعالول او د سړکونو رغول او د دې تر څنګ د پلیو لارو د پخولو پروګرام د کابل ښاریانو لپاره ډېر اغېزمن دی،چې په دې کار سره به تر یوه بریده په اسانۍ له یوې سیمې بلې سیمې ته تګ او راتګ وکولای شی. د دې ترڅنګ هغه پلې لارې،چې خاورینې او خاکی دی، د باران پرمهال یې ښاریان له ډېرو ستونزو سره مخ وی ،د هغو په فرشولو او پخولو سره یادې ستونزې اوارېدای شی.د کابل ښاروالۍ دغه کار د ستاینې وړ دی.په پخوانی رژیم کې هم د سړکونو د رغولو او د پلیو لارو د جوړولو کار دوام درلود،خو د رژیم په سقوط سره دغه کارونه په ټپه ودرېدل.اوس چې د اسلامی امارت تر چتر لاندې کابل ښاروالۍ دغه کارونه بېرته پیل کړی دی، ډېر د خوشحالۍ ځای دی.موږ هیله من یو،چې ښاروالۍ دغو چاروته پراختیا ورکړی،چې هېوادوالو ته آسانتیاوې برابرې شی.

د خیرخانې مېنې او میرویس میدان د لین ټکسی چلوونکی احمد ولید د ښاروالۍ د سړکونو رغولو او د پلیو لارو د پخولو کار وستایه او ویې ویل:ټولو ته جوته ده،چې په کابل ښار کې د وګړو د ډېروالی له امله له یوې سیمې بلې سیمې ته تګ او راتګ ستونزمن دی.د ټکسی کرایه د تېلو د بیې د لوړېدو له کبله ډېره ده،  کابل ښاریان د ټکسی د کرایې ورکولو له پېټی نه شی وتلی، دوی د بسونو په تمځایونو کې لویو شخصی موټرو ته درېدلی وی،چې ان یو نیم ساعت وخت نیسی.دوی پر خپل وخت خپلو کارونو اوکورونو ته نه شی رسېدلی.د ملی بس موټرو فعالیدل او هغو ته پراختیاورکول یو نوی بدلون دی،چې کېدای شی کابل ښاریان په ارزانه او هوسا توګه په کې تګ او راتګ وکړی.بله ستونزه په ځینو سیمو کې د سړکونو په منځ کې ورانۍ او تخریبات دی ،چې د موټر چلوونکو پروړاندې شتون لری په تېره بیا د شپې له خوا،چې تیاره وی او کله موټر په دغو ژوروځایونو کې لوېږی او یا بند پاتې شی ،موټر چلوونکیو ته تاوان پېښ شی.د ښاروالۍ له خواد سړکونو د رغولو او ترمیمولو کار ډېر ارزښت لری او موټر چلوونکی به له ټکر او تاوان څخه وژغورل شی.زه له کابل ښاروالۍ څخه هیله من یم،چې د کابل ښاریانو د ستونزو د لرې کولو کار ته پراختیا ورکړی.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو چارو رئیس او ویاند واسع الله(( زاهد)) په کابل ښارکې د ملی بس موټرو د پروژې پیل ته په کتو وویل:په دې وروستیو کې کابل ښاریانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د منځنیو ملی بسونو کار ،چې له احمد شاه بابا مېنې تر پامیر سینما او له پامیر سینما څخه تر هوایی ډګر پورې د یوولسو ښاری بسونو په فعالیدو سره پیل شو.کابل ښاروالۍ غواړی، دغې پروژې ته پراختیا ورکړی او د ښاری بسونو شمېر تر دوه سوو پورې لوړ کړی.

ده  د ترانسپورټ او ملکی هوایی چلند وزارت همکارۍ ته په اشارې سره څرګنده کړه:کله،چې کابل ښاروالۍ یو پروګرام پلی کویی ،له اړوندو ادارو او خصوصی سکتور سره پر همغږۍ ټینګار کوی په تېره بیا د ترانسپورټ او ملکی هوایی چلند له وزارت سره .موږ تل له اړوندو ادارو سره غونډې جوړوو او دغه لړۍ دوام لری.

ښاغلی زاهد د ښاری ترانسپورټیشن د تنظیم  په اړه ډاګیزه کړه:کابل ښاروالۍ په پرله پسې توګه کابل ښاریانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له پاره پروګرام لری او د ښاری او ترافیکی بنسټونو جوړول او رغول خپل لومړیتوب ګڼی. زموږ له مهمو کارونو څخه د کابل ښار د ترانسپورټیشن د تنظیمولو پلان دی، چې د بنسټونو  کاریې پیل شوی، له دې جملې د دستګاوو جوړول، د سړکونو جوړول او په راتلونکې کې د نویو سړکونو جوړول هم زموږ په پلان کې ځای لری،چې په بېلابېلو شرایطو کې تر کار لاندې نیول کېږی.

ده د پلو لارو د جوړولو او پخولو په باب د څرګندونو په ترڅ کې وویل: د کابل ښار لپاره د کابل ښاروالۍ له خوا۱۸۱ پروژې منظورې شوی ،چې د سړکونو د جوړولواو رغولو پروژه هم په کې داخله ده. سربېره پردې د کاری تدارکاتو او اداری خونو جوړول ، د نویو سړکونو جوړول او د تجهیزاتو پروژه هم په کې شامله ده.د تېر کال د سړکونو د جوړولو کومې پروژې،چې پاتې شوې وې پلې کېدونکې دی.

ده زیاته کړه: د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د پلیو لارو د پخولو او سنګ فرش  اووه کیلومتروکار روان دی.دا پروژه زموږ له بریالیو پروژو شمېرل کېږی.د سنګ فرش پروګرام غښتلی او همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو د تقویې لپاره ارزښتناک دی.

د کابل ښاروالۍ ویاند په کابل ښارکې د اصلی سړکونو جوړولو ته پا اشارې سره وویل:په دې وروستیوکې د سړکونو جوړولو د دریو پروژو ارزښتناک  کار د قلعه زمانخان د سړک اساسی جوړول ،چې اوږدوالی یې درې اعشاریه درې کیلو متره ته رسېږی . اوس یې پاتې کار پیل شوی دی.همدارنګه د سرای شمالی سړک ،چې له دریم پروان څخه پیل شوی او د دې په څنګ کې د بګرامیو د نساجی سړک جوړول هم ،چې په څلورو خطونو کې دی مخکې یې پریو لین کار شوی و . کابل ښاروالۍ هوډمنه ده،چې د دغه سړک پر لومړی او دویم لین کار پیل کړی.د پاتې برخو کار به د مځکو د استملاک له موازاتو سره سم مخ ته ولاړ شی.

ده زیاته کړه: له درېیم پروان څخه تر سرای شمالی پورې د سړک د قیر کولو کار روان دی او د بګرامیو سړک د قیرکولو کارهم پیل شوی دی.همدا اوس زموږ کاری یونټونه په ساحه کې شتون لری او سربېره پر دې د خیر خانې مېنې د ۳۱۵ پروژه ده، چې د خیر خانې مېنې د کوتل د سړک بدیل په دوو فازونوکې شمېرل کېږی،تر کوتل شاتوتک پورې په کابل ښاروالۍ پورې اړونده ده د سروې کاریې بشپړ شوی او د ډیزان کار به یې هم پیل شی. همدارنګه د شاتوتک له کوتل څخه تر قلعه مرادبېک پورې د پایتخت په زون پورې اړه لری،چې کاریې عملاٌ دوام لری.

د کابل ښاروالۍ ویاند له کابل ښاریانو وغوښتل،چې تل قانون منونکی وی او ښاری قوانینو او اصولوته درناوی ولری.قانون منل د ښار د ودې او پراختیا لامل ګرځی،چې په دې کار سره به په کابل ښارکې نظم او آسانتیا  منځ ته راشی.

نوری

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید