روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل په شمول د ټولو ښارونو د امنیت او ثبات لپاره د امنیتی مسولینو دنده:

په دې وروستیو کې د کابل شمول د افغانستان لویو او وړو ښارونو امنیت اوثبات سخت خراب شوی دی، افغان وګړی په تېره بیا د کابل او نورو ښارونو وګړی ځانونه خوندی نه احساسوی، هره ورځ ګڼ خلک وژل کېږی، ټپی کېږی او د وسله والو غلو او یا هم وسله والو مخالفینو تر برید لاندې راځی!!! وسله وال غله خو په رڼا ورځ هم د وسلې پر زور غلاوې کوی، له چا یې موبایلونه لوټلی وی، له چا پیسې او آن له چا یې موټر هم وړی وی! که له غلو سره بیا خبره لاندې باندې شی، نو بس ترې ژوندی پاتې کېدل، سخت دی!

په ټولنیزو رسنیو د هغو وژل شویو وګړیو عکسونه هم لاس په لاس کېږی، چې له غلو سره یې مقاومت کړی او یا یې خپل موبایل او پیسې نه دی ورکړې، دغه کسان په رڼا ورځ او عامه سړک یا کوڅه کې وژل شوی او یا هم وژل کېږی. دغه راز حالت لکه په ښار کې جنایی جرمونه، غلاوې او د سړی تښتونې پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوې دی. کابل ښاریان وایی چې د کابل په هېڅ سیمه کې ځان امن نه احساسوی او وروستیو کې هر ځای لارې شکوونکی غله موجود دی.د ټولنیزو رسنیو کاروونکی هم په خپلو پاڼو په همدې اړه شکایتونه کوی او له چارواکیو یې د جدی اقدام غوښتنه کړې ده.

بل لوری د وسله والو مخالفینو له خوا هم په ښارونو کې فعالیتونه او د هغوی له خوا هدفی وژنو زور اخیستی دی، هغوی د دولت کسان وژنی او دا هدفی وژنې هم له هر وخته اوس په کابل کې زیاتې شوې دی، ولس بیا بله دا اندېښنه هم لری، چې ګنې وسله وال غله او هم وسله وال مخالفین،پر خپله سزا نه رسېږی او له محاکمې او پوښتنې ګروېږنې پرته خوشی کېږی؟ د کابل رسنیو هم دا اندېښنه په ډېره شدیده توګه را اخیستې او نیوکې کوی، چې د ښارونو امنیتی حوزو مسوولین دې ځواب ورکړی!

په ورته وخت کې د یو شمېر وسله والو غلو او بریدګرو ډلې هم نیول شوې دی، د کورنیو چارو وزارت او امنیتی ځواکونو لږ تر لږه دې چارې ته هم مخه کړې، خو په ټوله کې دغه راز مسوولیتونو او فعالیتونو ته ډېره اړتیا ده.د کورنیو چارو وزیر د کابل پولیسو ته امر کړی، چې غله او مجرمین دې له پېژندل کېدو وروسته وولی.نوموړی چې د کابل له پنځمې امنیتی حوزې یې لیدنه کړې، مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د مجرمینو او غلو پر وړاندې دې مبارزه چټکه کړی او له توپیر پرته دې غله او مجرمین په نښه کړی.هغه زیاته کړې هغه مسوولان چې په دنده کې ناغېړی کوی جدی چلند به ورسره کېږی.له دې وړاندې ولسمشر او لومړی مرستیال یې هم له پنځمې امنیتی حوزې کتنه کړې او د جدی فعالیتونو سپارښتنې یې کړې دی، هو بې توپیره چلند، قانونی جدی چلند او په ښه توګه مسوولیت ادا کول هغه څه دی، چې امنیت او ثبات ټینګولی شی، پولیس پر همدې مامور دی. ځو پولیس تر پوښتنې لاندې دی، کله چې هغوی د ملت له خزانې معاشونه اخلی او پر دندو یې سیالی روانه ده، نو بیا خو باید خپله دنده په ښه توګه ادا کړی، پولیس او امنیتی مسوولین باید په ښارونو کې فعالیتونه زیات کړی، غوره ده، چې د ښار امنیت او ثبات لپاره په کوڅو او سړکونو کې مخفی پولیس پر دندو وګماری، داسې چې ملکی جامې یې پر غاړه او غله او مجرمین په ښه توګه وپېژندلی شی. د دې تر څنګ د لوړو ودانیو او بامونو پر سر د امنیتی ځواکونو فعالیت ډېر مهم دی، آن د اړتیا په وخت کې باید نښه ویشتونکې هم په داسې ځایونو کې ځای پر ځای کړی او د اړتیا په وخت کې خپل ماموریت په ښه توګه چې هغه د سړکونو او کوڅو څارل او په کې د مجرم په نښه کول دی، اجرا کړای شی.

په هر حال د مجرمینو د نیولو لړۍ باید تر هغې کچې پراخه کړل شی، چې اړتیا یې وی،ځکه د افغان ځواکونو د سست فعالیت له امله اوس د طالبانو له خوا په کابل کې د غلو نیولو په پلمه د هغوی شپې پاڼې ځړول شوې دی!!! خو که مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شی او د کابل په شمول د ښارونو امنیت او ثبات ټینګ کړی، مجرمین محکمې ته حاضر او قانون پرې پلی شی، نو بیا ډېر ژر حالات کنټرولېدای او مخالفینو ته به هم د تبلیغ او فعالیتونو زمینه نه برابرېږی! تر اوسه امنیتی مسوولینو کومې مجرمې ډلې نیولې، ترې د زړه له تله مننه کوو، خو دا کسان باید د نورو د عبرت لپاره محاکمه کړل شی، پولیس باید په دې کې خپل مسوولیت ادا او د ولس زړونه بېرته خپل کړی، ځکه پر پولیسو شک دی، چې له مجرمینو سره یو لاس دی، خپله مسوولیت منونکې پولیس هم دا وایی، چې د پولیسو له همکارۍ پرته، دا راز جرمونه هېڅ کېدای نه شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید