روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل بهیر درېـیمه غونډه بیا وځنډېده

افغان حکومت د کابل بهىر د درېـیمې غونډې د ځنډېدو اعلان کړى دى. د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت وایی، چې دغه غونډه د سولې د مشورتی جرګې له پرېکړې وروسته جوړېږی.

ټاکل شوې وه، چې په دې غونډه کې تر ډېره د سولې لپاره پر نړىوالو هڅو خبرې وشی.

په پلان کې و، چې د کابل پروسې درېـىمه غونډه لکه د تېر په څېر په فبرورۍ مىاشت کې وشی، خو د نامعلومو دلاىلو له کبله وځنډول شوه.

د تېر کال دکابل بهىر په دوىمه غونډه کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او ۳ نړىوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.

د تېر کال د غونډې مهم اړخونه له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لارې چارې، له نېشه ىی توکو سره مبارزه او له پاکستان سره هر اړخىزو خبرو ته چمتوالى و.

اوس د بهرنىو چارو وزارت چارواکی وایی: دا غونډه په کور د ننه د سولې په اړه د ملی اجماع له رامنځته کېدو وروسته په کابل کې جوړېږی.

د ىاد وزارت وىاند صبغت الله احمدی وایی: په دې غونډه کې به د سولې په اړه ټولې هڅې وروستى شی: (( د سولې له مشورتی جرګې وروسته به د کابل بهىر د غونډې لپاره نېټه وټاکل شی. د سىمه ىىزې او نړىوالې اجماع لپاره کار کوو.))

د سولې مشورتی جرګه هم چې ټاکل شوې وه د کب په مىاشت کې جوړه شی د ثور ىا غویی تر مىاشتې ځنډېدلې ده.

د دغه بهىر دوىمه غونډه تېر کال د فبرورۍ په مىاشت کې جوړه شوه چې د ۲۷ هېوادونو استازو او نړىوالو بنسټونو پکې ګډون کړى و.

د ولسمشر غنی په وىنا افغان حکومت په هغې غونډه کې طالبانو او پاکستان ته د سولې تفصىلی وړاندىزونه وکړل چې د ده په ټکو اوس د سولې بهىر له پخوانی ګونګ حالته وتلى دى. د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت ىو ځل بىا د کابل پروسې د درىمې غونډې د بىا ځنډىدو خبره داسې مهال کوی چې افغان حکومت او نړىوال همکاران یی په کور د ننه او له هېواده بهر د افغان سولې لپاره د همکارىو او ىوه غږ په لټه کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید