روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښوونځیو د زده کوونکو روغتیا ساتنې او خوندیتوب ته مو چمتووالی نیولی

ډاکتر سیدمقبول((هاشمی)):
د کرونا له پیدایښت او خپرېدو راهیسې د ښوونځیو زده کوونکی له ډېرو روغتیایی خطرونو سره مخ دی . په دې موده کې ډېرزده کوونکی پر کرونا اخته شوی او یو شمېریې مړه شول.په هېواد کې د اسلامی امارت له حاکمیت څخه وړاندې یونیسف او ځینو نورو مرستندویو ټولنو د پوهنې وزارت د روغتیا برخه کې مرسته کوله،خو اوس یې مرستې ځنډنۍ شوی دی .د سړو سیمو د ښوونیز کال پیلېدو ته څو ورځې پاتې دی.ډېرې کورنۍ له دې اندېښنه لری،چې خدای مکړه زامن او لوڼې یې پر کرونا یا نورو ساری ناروغیواخته نه شی.د پوهنې وزارت د روغتیا اداره دنده لری،چې زده کوونکی د کرونا په وړاندې وقایه کړی او د اخته کېدو پرمهال د هغوی درملنې ته ور ودانګی.داچې د پوهنې وزارت د اساسی او ثانوی تعلیماتو ریاست او د روغتیایی تعلیماتو اړوندآمریت د ښوونځیو زده کوونکو ته د روغتیایی خدمتونود وړاندې کولو څه پروګرام لری، د هېواد ورځپاڼې خبریال په دې باب د پوهنې وزارت د اساسی او ثانوی روغتیایی تعلیماتوریاست د روغتیایی تعلیماتو برخې له آمر ښاغلی ډاکتر سید مقبول ((هاشمی)) سره مرکه کړې،چې خپرېږی.
پوښتنه: په هېواد کې د اسلامی امارت له واکمنېدو مخکې څخه د ښوونځیو د زده کوونکو د روغتیا د خوندی کولو برخه کې یونیسف له پوهنې وزارت سره مرسته کوله، اوس چې د ښوونځیو د تعلیمی کال پیل کېدو ته څو ورځې پاتې دی ،تاسې د نوموړې ټولنې په مرسته زده کوونکو ته د خدمت وړاندې کولوڅه روغتیایی چمتووالی لرئ؟
ځواب: د ښوونځیو د زده کوونکو روغتیا ساتنې او خوندیتوب ته مو چمتووالی نیولی دی .د پوهنې وزارت د روغتیایی تعلیماتو آمریت،چې د اساسی او ثانوی تعلیماتو تر چتر لاندې فعالیت کوی، د ښوونځیو د زده کوونکو روغتیا ته ډېر ارزښت ورکوی او په دې لاره کې هلې ځلې کوی.اوس هم زموږ روغتیایی پروګرامونه د دونرانو او مرسته کوونکو ټولنو له خوا مالی ملاتړ کېږی. له نېکه مرغه کوم پروګرامونه،چې موږ مخکې د ناروغیو د مخنیوی لپاره لرل ،د هغو د پلی کولو لپاره زیار واېستل شو. اوس مو هم ځینې نوی پروګرامونه تر لاس لاندې نیولی ، چې د ښوونځیو په پیلېدوسره به یې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره په ربع وار ډول پلی شی.
پوښتنه: څرنګه،چې ګران زده کوونکی د کرونا له څلورمې څپې سره مخ دی. تاسې له دغه ویروس سره د مبارزې څه پلان لرئ؟
ځواب: د پوهنې وزارت د خپلو اساسی او ثانوی تعلیماتو او همدارنګه د روغتیایی تعلیماتو د آمریت په واسطه د ښوونکو لپاره د پوهاوی پروګرام لری،چې د ښوونځیو زده کوونکی خبر کړای شی.د دې کار د ترسره کولو لپاره یو لارښود او رهنمود جوړ شوی،چې د ښوونځیو د ادارو د معلوماتو کچه لوړه کړای شی.دا معلومات د ښوونکو له لارې زده کوونکو ته رسول کېږی،چې څرنګه د زده کړې پرمهال ځانونه له کرونا خوندی کړی. د دې ترڅنګ په مرکز او ولایتونوکې د پوهنې مدیریتونه دنده لری ، هغو ښوونځیو ته چې لاسرسی ورته لری روغتیایی پیغامونه ورسوی.دغه مدیریتونه د ښوونځیو له درنو ښوونکو او آمرینو سره اړیکه لری او یو شمېر زده کوونکو ته ماسکونه او همدارنګه صابون، چې پرې خپل لاسونه ومینځی ورکول کېږی.تېر کال دغه روغتیایی توکی د ښوونځیو ادارو ته ووېشل شول.په نوی کال کې مو د دغه پروګرام پلی کولوته هم چمتووالی نیولی دی.
پوښتنه: په ځینو ښوونځیوکې زده کوونکو صحی اوبوته لاسرسی نه درلود .د دغې ستونزې د هوارولو لپاره څه تصمیم لرئ؟
ځواب: له نېکه مرغه باید ووایم، چې د یونیسف ادارې په مرسته په ولایتونوکې د پنځو سوو ښوونځیو لپاره روغتیایی آسانتیاوې برابروو، چې یوه یې د صحی اوبو برابرول دی.کېدای شی د څاګانو یا د اوبو د ‌ذخیرو جوړول هم په کې شامل وی.
پوښتنه: د دې لپاره،چې د ښوونځیو زده کوونکی له ناروغیو وژغورل شی، د صحی تشنابونو کار څنګه پرمخ درومی؟
ځواب: ما مخکې هم دغې ستونزې ته اشاره وکړه.په ولایتونوکې د پنځو سوو ښوونځیو لپاره د صحی اوبو د برابرولو ترڅنګ صحی تشنابونه هم جوړېږی،چې درانه زده کوونکی پر ناروغیو اخته نه شی.په دې کار سره به د هغو ناروغیو مخنیو ی وشی،چې د غیر صحی تشنابونو له لارې خپرېږی.د پنځو سوو ښوونځیو د زده کوونکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ د اساسی او ثانوی تعلیماتو ریاست په لارښوونه د صحی تعلیماتو آمریت ځینې خورې ورې نورې پروژې هم پلې کوی. د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره د مؤسسو او پروژو د زیاتوالی هوډ هم لرو.
پوښتنه: د خنډونو او ستونزو له شتون سره سره په۱۴۰۰ لمریز کال کې څه شمېر ښوونځی ستاسې تر پوښښ لاندې او له روغتیایی خدمتونو برخمن
شول؟
ځواب: د تېرو دووکلونو په اوږدوکې،چې کرونا ویروس پیداشوی او سربېره پر دې کوم سیاسی بدلون چې منځ ته راغی ډېر وخت ښوونځی رخصت شوی وو او هغه روغتیایی خدمتونه،چې د دونرانو له خوا په ښوونځیوکې باید پلی شوی وای او لکه څرنګه، څرنګه،چې باید موږخپل روغتیایی پروګرامونه پرمخ بېولی وای ،هغسې ونه شول.تېر کال ډېر ښوونځی زموږ په پلان کې شامل وو، چې باید زموږ له روغتیایی خدمتونو برخمن شوی وای.په دغو خدمتونو کې د لاسونو مینځل او همدارنګه د نجونو لپاره د واش روم په نامه یو اطاق هم و،چې ترې په خوندی توګه ګټه پورته کېده ،خو دا کار هم پاتې شو.د تېر کال پاتې پروژې او د ۱۴۰۱ لمریز کال پروژې سره یوځای پلې کوو.
پوښتنه: د ښوونځیو د چاپېریال ساتنې لپاره ستاسې د شنې سیمې پروګرام څرنګه پرمخ درومی؟
ځواب: د شنې سیمې جوړول په څارندوی پورې تړاو لری او ډېر کاریې د دوی له خوا پرمخ بېول کېږی.موږ هم د ژوندانه د ساتنې چاپېریال ادارې له لارې پرمخ ځو.داچې څومره کار شوی تراوسه موږ ته کره معلومات نه دی رارسېدلی. سږ کال هم د شنې سیمې پروګرام لرو،چې په ښوونځیو کې باغچې پراختیا ومومی. موږ د روغتیایی تعلیماتو د آمریت له لارې د کمپاین د پر لاره اچولو پروګرام لرو. په دغه پروګرام کې د خوندی چاپېریال جوړول شامل دی، چې خاورې او دوړې له ښوونځیو لرې کړای شی.
پوښتنه: د اسلامی امارت په منځ ته راتلو سره تاسې د پروژو د پلې کولو بهیر ته څه آسانتیاوې برابرې شوې دی؟
ځواب: د اسلامی امارت په منځ ته راتلو سره موږ کولی شو د هېواد ټولو سیمو او کلیو ته د خپلو روغتیایی پروګرامونو د پلی کولو لپاره ولاړ شو اود ښوونځیو ګران زده کوونکی له خپلو روغتیایی خدمتونو برخمن کړو،چې زده کوونکی له ناروغیو وژغورل شی. په هېواد کې د اسلامی امارت له حاکمیت څخه مخکې موږ ډېرو سیمو او ولسوالیو ته نه شوای تلای، خو اوس دغه ستونزې هوارې شوی دی.د پوهنې وزارت او د مرستندویو ټولنو پروګرام پلې کېدای شی ،موږ کولی شو خپلې پروژې نظارت کړو او د هغو اغېزمنتیا په سترګو ووینو.
پوښتنه: د دې لپاره،چې ګران زده کوونکی ناروغ نه شی ورته څه پیغام لرئ؟
ځواب: ګران زده کوونکی دې روغتیایی لارښوونې په پام کې ولری او همدرانګه کومې روغتیایی خبرتیاوې او سپارښتنې،چې د رسنیو او درنو ښوونکو له خوا وړاندې کېږی هغه دې پرځانونو پلې کړی.سربېره پر دې له ماسک او صابون څخه دې ګټه پورته کړی او هم دې له ګڼې ګوڼې ځانونه لرې وساتی.
نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید