روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښمن پېژندنه!

دوستی او دښمنی  د ژوندانه مهم اصطلاحات او  عناصر دی، ځکه انسان بېل نړۍ لىد، بېل برداشت اوبېل باور  لری او دغو بېلتیاوو په چاپېریال  کې هرىو په  ژوندانه کې ارزښتونه او دارزښتونو ضد ټاکی او د ارزښتونو د  ترلاسه کولو او دمقابل لوری  دارزښتونو ضد) د نفې  کولو په عملیه کې هڅې کوی او په دغې عملیه کې  یې په طبیعی توګه ىو شمېر خلک  ملاتړ کوی او ىو شمېر خلک یې  چې له تفکر سره مخالف دی  او د اىډىالونو په مقابل لوری کې ولاړ وی، مخالفت کوی. پردغه اساس که وغواړو چې ټول خلک راضى وساتو، دا ذهنىت اصلاً ممکن نه دى او کله خو دمحال داىرې ته هم ورننوزی . ځینې  اختلافات سطحی او سلىقه یې وی او دتفاهم او حل لارې پىدا کول ىې هومره ستونزمن نه وی او دځىنو ګډو وجوهاتو او مصالحو د تبادلې په پاىله کې حل کېداى شی، خو ځینې وختونه اوحالات بىا بنسټىز اختلافات رامنځته کوی چې  حل لارې ىې ستونزمنې کېږی او ىا دبېلابېلو عواملو له امله د فزىکی تصادماتو سبب هم کېږی.

هغه اختلافات چی د ىو ملت دغړىو ترمنځ د هېو اد په کچه رامنځته کېږی دحل  کېدلو امکانات یې ډېر وى ، ځکه دافرادو ترمنځ  ګډ وجوهات زښته ډېر او اختلافات اکثراً بنسټىز اوعقىدوی نه وی او دمعمول له مخې په هرهېواد کې د خلکو ترمنځ اعتقادی باورونه او ګټې سره نږدې وی او ټول په ىوه نظام کې ژوند کوی او که لږه کی اعتقادی مخالف باورونه هم پىدا شوی وی  ، قانونی اصول او قواعد دهماغو اکثرىت خلکو دګټو د تحفظ پرمحور چورلېږی او ىا خو قوانىن دعامو خلکو دګټو ملاتړ کوی او افراد هڅوی چې دعامو ګټو په خاطر شخصی اوفردی ګټې ونه پالی او دټولنې جوړښت او سوله او امنىت ونه ننګوی.

له هېواده بهرهم ځینې هېوادونه چې له موږ سره فرهنګى ګډ وجوهات لری، اختلافات مو په مسالمت سره حل کېداى شی، خو کله چې د فرهنګی تضادونو په مسئله کې دغه اختلافات رامنځته شی، خبره ستونزمنه کېږی او مخالف لورى بىا په هرصورت د خپل نظر د حاکمىت او زموږ دنظر د محکومىت هڅې کوی او په سىاسی اواقتصادی ډګرونو کې خپل برلاسىتوب غواړی، په دغسې حالاتو کې دغه مقابل لوری ته ددښمن خطاب کېږی، ځکه زموږ استقلال ، ملی هویت ،ځمکنۍ بشپړتیا ،اقتصاد، سىاست ،ښوونه او روزنه او  ټول مقدسات ننګوی. د دغسې رقىب او دښمن په
ا ړه باىد بنسټىز شناخت او پېژندګلوی ولرواو دغه شناخت باىد تل غنی کړو او ىوه شېبه هم ترې غافل نه شو، ځکه دښمن هم تل ددښمنۍ هڅې کوی ، نو په مقابل کې  یې  باىد متناسبې دفاعی هڅې ولرو او دکشفی او استخباراتی  ادارو په مرسته لازم تدبىرونه ونىسو.

هرڅوک چې دخپل دښمن  له هڅو او نقشو غافل وی، ژر ژر یې په لومو کې ښکېل کېږی اوهره ورځ اوآن ټول عمر ىې په اخ او ډب کې وی.

دا چې څوک اوکوم هېوادوونه له موږ سره څه ډول اړېکې لری او څه ډول اړېکې باىد ولرو او همدا راز دکومو مغرضانه کړنو پرضد باىد څه ډول درىځ ولرو، دا  هغه څه دی چې دهېواد دملی او اسلامی ګټو په رڼا کې ورته ځواپ وىلاى شو او پر وړاندې یې دریځ نىولاى شو.

پردغه ځاى دخپل او پردی تعرىف په پراخه کچه اوآن د ټولې نړۍ په کچه لازم دى اوکه دغه لزومىت غىر مهم وګڼل شی، ىقىناً چې دټول ولس دګواښ او دملی حاکمىت او ځمکنۍ بشپړتىا د ننګول کېدلو خبره مطرح کېږی.

تېر څلوېښت کلونه او په اکادمىکه توګه ددغو څلوېښتو کلونو د تارىخ مطالعه زموږ لپاره د دوست او دښمن په پېژندلو کې ښه معىار دى او لازم ، کره او مستند معلومات راکوی.

هغوى چې زموږ په هېواد کې بې جګړو ته خلک هڅولی ،  زموږ دملی او اسلامی ارزښتونو پرضد یې خلک را پارولی ، کودتا ګانو ته یې هڅولی ، پىسې او وسلې یې ورکړی ، دنفاق او شقاق اور ته یې لمن وهلې او زموږ ترمنځ یې دقومی ، ژبنیو او سمتی اختلافاتو اوربل کړى، پرته له شکه چې زموږ دښمنان اوىا خو زموږ ددښمنانو دوستان اوىاهم زموږ د دوستانو دښمنان دی چې همدا درېو اړه کله په جلا جلا او کله بىا په ایتلافى بڼه زموږ پرضد ولاړ دی.

په سىمه ىىزه او نړىواله کچه د ښمنان درې ډوله دی:

۱- ښکاره او  مخامخ دښمنان

۲-  د دښمن دوستان ىا اىتلافىون

۳-  زموږ د دوستانو دښمنان

که په رښتىا هم ددښمن په پىژندلوکې پورتنې اقسام په پام کې ونىسو  او دهرې ورځې په تېرېدو د هغوى کړنې  وڅارو او په مقابل کې کې  لازم اومتناسب دریځ ونىسو، کله هم دهغوی په لوموکې نه نښلو او هېڅ نقشه یې هم نه پلې کېږی ،تل به په سوله او امنىت کې ژوند کوو او دنړۍ دنورو هېوادونو  په څېر به په سىاست ، اقتصاداو نړیوالو مسایلو کې اغېزه ښندونکى رول و لرو، نه اغېزه منونکى.

په نړۍ کې ډېر کوچنی هېوادونه ګورو چې جغرافىایی مساحت یې له موږ څخه ډېر لږ او نفوس یې هم کم دى، خو په نړىواله کچه ډېر فعال او کارنده رول لری او لوى  هېوادونه ورته اړ هم دی.موږ هم انسانان ىو او هرډول استعداد هم لرو ، نوبىا ولى داسې خوار او زار پراته ىو؟

مهم علت یې همدا دى چې موږ دښمنان لرو، خو له دښمنانو

سره دتعامل مناسبې ،عقلانی ، منطقى او اکادمىکې لارې سمې نه ارزوو او  ددغو ناسمو ارزونو پایلې هم ناسم درىځونه کېږی له یوې خوا مو په خپلو کې ډز او غپ وی او له بلې خوا زموږ دښمنان هم هرىو جلا جلا پرموږ بلوسی او ټول ژوند مو په جنګ جګړو کې تېر شی.

د دښمن پېژندلو په برخه کې څو نړىوال ضرب المثلونه را نقلوو، ځکه ضرب المثلونه هم علمی اوهم له تجربو راوتلی او منل شوی حقاىق وی او هریو یې په ځان کې  ىو عالم مفاهىم لری.

۱-  (( زموږ دښمنان زموږ  د دوستانو
دښمنان دی))

ىعنې داچې کله هم باىد زموږ دوستان زموږ له دښمنانو سره دوستی ونه کړی اوکه داسې شراىط را منځته شی چې زموږ دوستان زموږ له دښمنانو سره اىتلاف جوړ کړی ، بىشکه چې زموږ دوست له دوستۍ لاس اخىستې او زموږ پرضد ولا ړ دى، نو باىد د دوستانو له لىسته واىستل شى او ددښمن په توګه  چلن ورسره وشی، ترڅو ىې عقل سرته ورشی.

۲-  (( کوچنى دښمن اصلا وجود نه لری))

ىعنې دښمن ته په وړه سترګه کتل  حماقت دى او ډېر ځله به مادی لحاظ ډېر کوچنی  ولسونه ، لوى لوى کارونه کوی او لوىو سىالانو ته ماتې ورکوی، نو په دغه حساب دښمن ته په وړه سترګه کتل عقلانی کار نه دی.

۳-  ددښمن دښمن دوست وی:

له دغه اصل څخه په سىاست کې ډېر کار اخىستل کېږی ، داسې چې کوم هېواد ىا شخص چې له خپل دښمن ىاسىال سره  دمخامخ جګړې  او مخالفت توان په ىوازىتوب سره نه لری ،  نو له دغه فارمول څخه ګټه اخلی ، هغه له سىالانو او نورو دښمنانو سره اىتلاف کوی او دهغه له امکاناتو څخه د شرىک دښمن په   ګټه کاراخلی ، دغه کار تر  ډېره موقتی وی او صرف دمصالحو د تبادلې په چوکاټ کې وی ، آن له فکری او اىدىولوژیکو بریدونو آخواهم تعامل کوی او موږ دغه جرىان په ورځنىو سىاسی او پوځی تعاملاتو کې ډېر ګورو او ډېره کارنده اعېزه لری.

۴- ((د دوست دښمن دښمن وی))

په دې معنى چې رښتىنې دوستى هغه ده چې د دوست له دښمن سره هم هماغه دخپل دوست له درىځ څخه چلن وکړو او که داسې نه وی او نه شی او ىا د دوست او دښمن د دښمن ترمنځ اىتلاف راشی، په دغه صورت کې ددښمن ایتلافى لورى هم دښمن ګڼل کېږی ، که څه هم پخوانى دوست وی.

۵- (( دښمن دې لېوه ګټه ، نه پسه))

ىعنې داچې دښمن به ساده او بې عقل نه ګڼې او دښمن بې عقل او ساده انګېرل سړی ته بې ځایه غرور پىدا  کوی او  ددغه غرور په پاىله کې غفلت ،  غافلګىرکېدل او ماتې رامنځته کېږی،  نو دښمن که هرڅومره ساده هم وی، باىد ساده ونه ګڼل شی.

۶- ((هغه دښمن چې پسته ژبه کاروی ، توره ىې ډېره تېره وی))

ىعنې کله خو دښمن هم  ډېره پسته ژبه کاروی او له  دښمنۍ څخه خپله کرکه څرګند وی او  دبشری ګډو وجوهاتو په هینداره کې راښکاری او  ددوستۍ اومسالمت او ىا دښه ګاونډىتوب او … الفاظ کاروی ، خو نىت لرى اوىاهم غواړی موږ غافلګىرکړی او دشاله خوا خنجرووهی .

۷- (( ناڅاپی دوست کېدل ،  خطرناک وی))

کله خو ىوڅوک له هرډول مقدمې اوتارىخی شالید  پرته ىودم سرپورته کړی او د دوستۍ ترانې  غږوی ، په داسې حال کې چې دوستی کوم جنس نه دى چې سهار  ىې له بازاره راواخلو او  غرمه ترې استفاده وکړو،  باىد تارىخى شالىد ولری او ددوستۍ وجه یې معلومه وی ، نو ناګهانی دوست پىدا کول اکثراًد دسىسې  او  توطىې  پلان لری او باىد ځان ترې وساتل شی.

عبدالهادی روان

ممکن است شما دوست داشته باشید