روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ژوند لیدلوری مو باید روښانه وی

د ژوند په اړه څه نظر لرئ؟

آیا د ژوند لیدلوری ستاسو پر ژوند اغېزه لری؟

هر څوک د خپل ژوند په اړه بېلا بېل نظرونه او لیدلوری لری، چې دا لیدلوری د دوی په ژوند کې ډېر بدلون رامنځته کولای شی. غواړم په دې اړه لنډ بحث وکړم.

ژوند یوه منډه ده او په دې منډه کې تر نورو مخکې کېدو ته بریا یا کامیابی وایی. ژوند د کایناتو په نظام کې یوه داسې کلمه ده، چې د هغې په شتون کې علم، فکر، حرکت، وړتیا، طاقت،د انسان او نورو موجوداتو په وجود کې خپل ځان ظاهروی او په حرکت راځی.

ژوند د الله (ج) نعمت دی، قدر یې وکړئ! د ژوند پېښې د انسان په لیدلوری ډېره اغېزه لری؛ نو په دې اساس په نړۍ کې دوه ډوله لیدلوری شته، چې هر څوک یې په خپل ځان کې رامنځ ته کولای شی. هغه دا دی:

۱- بد فکر کول     ۲- نېک فکر کول

په لومړی لید کې چې بد یا منفی لید ورته ویل کېږی، هغه لیدلوری دی، چې یو کس په خپله شاوخوا کې ظلم، بې عدالتی، بد جنسه خلک، شک کوونکی، عیب لټوونکی او ملامت کسان ګوری. د ګناه له احساسه تنګ راغلی وی او همداسې د نورو په اړه هم د ګناه احساس پیدا کوی، چې دا کار ستاسې لپاره اصلاً سم نه دی. بل ډول لید نېک یا مثبت لید دی او دا لید د هغو کسانو لپاره دی، چې باور لری؛ دا نړۍ یوازې د ژوند کولو لپاره ده. دا کس منی، چې تل ستونزې او کړاوونه شته؛ خو بیا هم دا نړۍ د ژوند کولو لپاره غوره ګڼی. د نېک فکر کوونکى انسان په هر ډول شرایطو کې او د هر کس په اړه یو مثبت ټکی بیانوی. نېک فکره کسان باور لری، چې سبا به یوه ښه ورځ ولری. د ژوند له ټولو اړینې پېښې او تجربې په راتلونکی کې پېښېږی. مثبت فکر کوونکی تل د راتلونکې په اړه فکر کوی او موخه یې یوازې د راتلونکې په اړه وی، نه د تېر مهال په اړه.  ویل کیږی (( څه چې کېږی ودې شی ځکه چې نه شو کولای، بدل یې کړو)) هغه کسان چې د مثبت فکر څښتنان وی موخې او برنامې لری، چې تل پر هغو باندې کار کوی. د مثبت فکر درېیمه لېوالتیا دا ده، چې په تېزۍ سره د حللارې په فکر کې اوسی. یعنې هره ورځ هغو ستونزو ته هڅه کوی او هغو ته  حللارې څاری، لټوی او پیدا کوی یې. د دې پر ځای چې ووایی څه ستونزې دی؟ څه کار باید وشی، چې دا ستونزه حل شی؟  حللارې یې لټوی او خبرې کوی، چې وروسته له دې زه باید څه وکړم؟ بل لیدلوری د انسان په شخصیت ډېره بده اغېزه لری. انسان پرمختګ ته نه پرېږدی او له ژوند څخه یې خوند نه شی اخیستلای. اخلاقو ته یې تاوان رسېږی او له هر چا سره  ټولنیزو اړیکو ته دوام نه شی ورکولی. د دې په وړاندې ښه لیدلوری د انسان پر شخصیت ډېره اغېزه لری. انسان پرمختګ کولای شی، له ژوند څخه خوند اخیستلای شی او د ښو اخلاقو څښتنان وی. په ده کې دا نېک لید کولای شی، چې تاسې خوشحاله کړی او پر یو ژوندی او موخه لرونکی کس مو بدل کړی. هر سبا ته سترګې په لاره وی او د خپلو ورځو په قدر پوهېږی. په ژوند کې له خلکو څخه تمه لری، چې هېڅ وخت یې د ناکامۍ په لور ورټېل نه وهی. د فکر طرز مو دا تنظیموی، چې یو اوږد له خوښیو ډک او برابر ژوند ولرو. له کومو کسانو سره چې تاسې مینه لرئ، هغه هم له تاسې سره مینه کوی او تاسې ته درناوی لری.

پښتنه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتوڅانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید