روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ولې په بېساری ډول ټیټ شوی؟

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بېساری ډول ټیټ شوی دی.په کابل کې د شهزاده سرای د صرفانو ټولنه وایی، چې د روژې میاشتې له پیل څخه تر دې مهاله د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت نسبت تېرو ۱۸ کلونو ته په بېسارې ډول راټیټ شوی دی.

د دغې ټولنې د مسوولینو په وینا ((د غویی پر ۳۱مه )) د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایی ډالر په ۸۰ افغانۍ او ۷۰ پوله تبادله کېده، په داسې حال کې چې دوې یا درې اوونۍ مخکې یو امریکایی ډالر په ۷۶ افغانۍ او ۵۰ پوله تبادله کېده.

د کابل دصرافانو د ټولنې ویاند حاجی زیرک امریکا غږ ته ویلی: (( په افغانستان کې وروستۍ نا امنۍ په ځانګړی ډول په شمالی ولایتونو کې، د دولت دننه کشمکش او د حکومت او کاندیدانو ترمنځ جنجال او د سولې په اړه خبرې هغه عمده لاملونه دی، چې د ډالرو په وړاندې یې د افغانیو ارزښت کم کړی دی.)) نوموړی زیاته کړه ، چې د افغانستان په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تنظیم د افغانستان بانک له ((کنټرول)) څخه وتلى او دغه بانک یې د یاد بحران په مخنیوی کې په پاتې راتلو تورن کړ.

پر بازار د افغانیو د راټیټېدو اغېزه: په تېرو اتلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د یو امریکایی ډالر ارزښت له ۸۰ افغانیو څخه پورته کېږی، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ټیټېدل په افغانستان کې د وارداتی توکو پر بیو هم منفی اغېز کړی، چې د اکثرو خوراکی توکو په بیو کې شااوخوا ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ټیټېدل د وارداتی توکو پر بیو منفی اغېزه کړې، چې له امله یې دغه توکی په لوړو بیو د افغانستان بازارونو ته واردېږی.د دغې خونې ویاند جان آقا نوید وایی: (( په هره اندازه چې د اسعارو بیه لوړېږی په هغې اندازه د توکو بیې د افغانستان په بازارونو کې لوړېږی.))

​ده وویل: (( هغه مواد چې په بهر کې په ډالرو رانیول کېږی، د افغانستان په بازارونو کې چې مو مخکې په ۷۰ افغانیو اخیستل اوس یې په ۸۰ افغانیو رانیسو.د هر وارداتی توکی په بیه کې لس افغانۍ زیاتوالی راغلی دی)) د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم ناامنی، د افغانستان بانک له خوا د ثابت مالی سیاست نشتوالی، پر خپل راتلونکی د افغانانو بې باوری او د افغانستان ناڅرګند سیاسی برخلیک هغه داخلی عوامل بولی چې له امله یې افغان سوداګرو په تېرو  دوو کلونو کې خپلې پیسې بهرنیو هېوادونو په ځانګړی ډول اماراتو ته انتقال کړی دی.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو پنځه نیم سلنه ټیټېدل: د افغانستان بانک منی چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په بیو کې ۵،۵ سلنه کموالی راغلی ، چې دغه اندازه د روژې میاشتې له پیل څخه تر دا مهاله دوه سلنه کموالی ښیی. د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وایی، چې د وروستیو اقتصادی تحولاتو په ځانګړی ډول په ایران او پاکستان کې ((  د اسعارو بیې )) چې د افغانستان له مهمو شریکانو څخه دی پر افغانیو مستقیم تاثیر کړی.نوموړی زیاته کړه: (( د افغانستان بانک چې کوم کار کولای شی په بازار کې مداخله ده… د مالی کال له پیله چې په جدې میاشت کې پیل شو، له شااخوا ۸۵۰ څخه بیا تر ۸۶۰ میلیونه ډالر مو بازار ته وړاندې کړی ،چې له دې لارې وتوانېږو د افغانیو بیه یو ډول وساتل شی او له ټیټوالی څخه یې مخنیوی وشی.))

د امریکا او ایران کړکېچ: د امریکا او ایران ترمنځ وروستی کړکېچ هم یو له هغو عواملو څخه بلل کېږی چې له امله یې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بېساری ډول ټیټ شوی.ایران له پاکستان څخه وروسته د افغانستان بل مهم اقتصادی ملګری دى، چې پر هغه هېواد د امریکا د بندیزونو له امله د افغانستان بازارونه هم اغېزمن شوی.د افغانستان د وارداتو یوه لویه برخه ایرانی توکی تشکیلوی چې هر کاله درې میلیارډو ډالرو ته رسېږی.د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وایی، چې په ایران کې هر ډول اقتصادی تغییرات کولای شی د (( د افغانیو د تبادلې پر بیې )) تاثیر وکړی.

نوموړی زیاته کړه ،چې د افغانیو ترڅنګ د ایرانی تومن او پاکستانیو کلدار‎و بیې هم د ډالرو پر وړاندې په بېساری ډول ټیټی شوی.

که څه هم د افغانستان بانک مسوولین په دې اړه څه نه وایی، خو مخکې داسې راپورونه خپاره شوی چې ایران د امریکا تر بندیزونو وروسته له افغانستان څخه په غیر قانونی ډول د ډالرو انتقالولو لړۍ پیل کړې ده.افغان صرافانو تر دې مخکې ویلی وو، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ټیټېدو یو بل لوی لامل هم د ایران له خوا د ډالرو قاچاق او د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو کمېدل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید