روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د چین له رسمی خبر وړاندې په فرانسه کې د کرونا څرک

هدایت الله نوری

په فرانسه کې یوې نړیوالې څېړنیزې طبی رسنۍ په خپره کړې مقاله کې ویلی، چې د فرانسې د حکومت له رسمی اعلام وړاندې کرونا په دغه هېواد کې سر راپورته کړی و.د فرانسې حکومت اعلام کړی و، چې د لومړی ځل لپاره د جنورۍ په ۲۴ مه د کرونا دری پېښې ثبت شوې، خو د دې لیکنې یو لیکوال، چې په پاریس کې د دوو ځانګړیو مراقبتی روغتونونو مشر هم دی، کښلی: (( د کرونا ویروس یوه پېښه د ډیسمبر په ۲۷ مه رامنځته شوې ده.))دغو څېړونکیو د هغو ناروغانو دوسیې له سره څېړلې، چې د ډیسمبر له ۲ مې د جنورۍ تر ۱۶ مې په یادو روغتونونو کې بستر شوی وو او همدارنګه یې د هغوی ازموینې د دوهم ځل لپاره څېړلې دی.د دغو څېړنو له مخې لومړی کس چې کرونا نیولی و،ښځې یې د کب پلورنې یا ماهی خرڅولو په سوپر مارکېټ کې کار کاوه. د ډیسمبر په ۲۷ مه په فرانسه کې د کرونا د دې پېښې پېژندنه په داسې حال کې ده، چې د چین حکومت د ډیسمبر له ۳۰ مې مخ کې د روغتیا نړیوال سازمان ته د کرونا په اړه خبر ورکړی و.د فرانسې خبری اژانس د یوه متخصص ډاکټر له خولې کښلی، چې د دې څېړنې پر نبسټ ښایی په چین کې د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې را پیدا شوی وی. خو په فرانسه کې نن دوشنبې له کورونو و تلو او پلی ګرځېدو ته له اجازې وروسته حکومت د سینګارتونونو د فعالیت اجازه هم ورکړه.  د اېټالیې لومړی وزیر جوزپه کونته نن دوشبنې د دولت بشری منابعو ادارو کې د ښځو زیات حضور غوښتنه وکړه. په بروکسل کې د امریکا له حضور پرته د نړیوالو مرستو ټولولو، د کرونا د ټېسټ د پراختیا او ددغه ویروس د واکسین او درمل جوړولو لپاره وېډیویی کنفرانس جوړ شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اپرېل په پای کې د کرونا ضد واکسین او درملو او همدا رنګه نړیوالو مرستو لپاره، د ۵،۷ میلیارډو یورو مرستې غوښتنه کړې وه. د چین دولتی رسنیو بیا د کرونا په اړه  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونې رد کړې. یوه څېړونکی د چین سی سی ټی وی ته ویلی، چې د پمپیو څرګندونې، (( له کوم دلیل پرته، دورغ دی. )) د امریکاد بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د امریکا اې بی سی تلوېزیون ته د مرکې په ترڅ کې ویلی وو، چې (( د پوره شواهدو )) پر بسنټ کرونا ویروس په چین کې د ووهان په څېړنیزو لابراتوارونو کې جوړ شوی دی. دوه وویل: (( دا لومړی ځل نه دی، چې نړۍ د چین په څېړنیزو مراکزو کې د جوړو شویو ویروسونو له لاسه له خطر سره مخ کېږی.))په نړۍ کې تر اوسه له  ۳۶۰۹۲۲۵ وګړیو ډېر پر کرونا ویروس اخته شوی، چې له دوه نیمو لکو ډېر وګړی ترې مړه شوی دی، تر ټولو ډېر امریکا ځپل شوی، په امریکا کې تر اوسه ۱۱۸۰۰۴۱ وګړی پر کرونا ویروس اخته شوی او له ۷۰ زرو ډېر وګړی یې مړه کړی دی

 

ممکن است شما دوست داشته باشید