روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( د چین له خوا ۷ لکه ډوزه واکسینونه کابل ته را رسېږی ))

په چین کې د افغانستان سفیر وایی: را روانه پنجشنبه د چین له خوا اووه لکه ډوزه واکسینونه کابل ته را رسېږی.جاوېد احمد قایم په خپله فېسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی.ده وېیلی، چې د چین د بیولوژیکی محصولاتو د تولید د انستیتیوت د کورونا دا اووه لکه ډوزه واکسینونه او په همدې شمېر سرنجونه له افغانستان سره مرسته کړی دی.د قایم په خبره تیره یکشنبه دا مرسته افغانستان ته بار شوې او په درېیو ورځو کې به ورسېږی.چین داسې وخت له افغانستان سره د کووېډ-۱۹ د واکسینونو مرسته کړې چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د واکسین د لومړی او دویم ډوز د تطبیق پروسه بنده کړه.وزارت ژمنه کړې، چې ژر به دا پروسه پیل کړی.افغانستان دا وروستۍ څو ورځې د کووېډ-۱۹ د بېسارې پېښو د ثبت شاهد دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید