روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د چین او افغانستان تر منځ سوداګرۍ باید پراخه شی

په چین کې افغان سفیر جاوېد قایم وایی: په افغانستان کې د موجوده اقتصادی بحران مخنیوی لپاره په کار ده ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لا پراخه شی.
قایم سټریټس ټایمز ته ویلی، پکن دې له افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه له منځه یوسی او اجازه دې ورکړی ،چې د افغان کروندګرو محصولات چین ته صادر شی.
ښاغلی قایم زیاته کړې، چین له تېرو څو کلونو راهیسی له افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه لرې کړی او له دغه هېواد سره یې په هر اړخیزه توګه پام وړ همکاری کړې ده.
خو په وینا یې چین دې د افغانانو د لاسنیوی په موخه له افغانستان سره سوداګری نوره هم پراخه کړی.د یادونې وړ ده، چې نوموړی تر دې مخکې هم په مرکه کې ویلی وو، له چین څخه د افغانانو توقع دا ده چې دغه هېواد خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزی.

++++

جان بولټن: د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی

د امریکا د ملی امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون ویلی: د امریکایانو ترمنځ د ولسمشر بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی.بولټن له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو څرنګوالی د بایډن محبوبیت هم تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ کړ.دی وایی: خلک ملامت نه دی ،چې بایډن یې تر پام بد ورځی، ځکه دوی د خپل ملی امنیت په اړه په وېره کې دی او جوبایډن تر ټولو ناکام سیاست غوره کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید