د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
څېړونکو په ډی اېن اې کې په لومړی ځل داسې ژنتیکی کړنلار کشف کړه، چې په چپ لاس پورې اړه لری.داسې برېښی چې دا لارښوونې د دماغو پر جوړښت او فعالیت پورې نغښتې وی. هغه څه چې په ژبې پورې اړه لری.د اکسفورډ پوهنتون د څېړنډلې په پایله کې دا ویل شوی، چې دا ډول خلک ښایی ښه ژبنی مهارتونه ولری. که څه هم دوی د دې موندنو د ثابتولو په اړه معلومات نه لری.د پراخې څېړنې پر اساس، څلور لوی بدلونونه وپېژندل شول ،چې د دماغو ودې ته یې بدلون ورکړی او پر چپ لاسو یې اغېز کړی دی.د اکسفورډ پوهنتون څېړنیزې ډلې ویلی ، چې احتمالاً چپ لاسی خلک ښه ژبنی مهارتونه لری.دا څېړنه ښیې چې پر (شیزوفرینیا ) یو ډول روانی ناروغی) د اخته کېدو خطر په چپ لاسو کسانو کې لږ لوړ او په پارکینسون د اخته کېدو خطر یې لږ څه کم دی.له دې سره لا هم د دماغو او لاسونو ترمنځ د اړیکې په اړه لا ډېر پټ رازونه شته.په هرو لسو کسانو یو تن چپ لاسی دی.تر اوسه په غبرګونو څېړنې شوې او ښودلی یې دی چې ژنتیک (له مور او پلاره رسېدلې ډی اېن اې) په دې اړه خپل رول لری.
دې څېړنیزې ډلې ((بایوبنک برېتانیا)) ته مراجعه وکړه چېرته چې په شاوخوا ۴۰۰ زرو څېړنې شوې وې او په ځنځیری شکل یې د دوی ډی ان اې ثبت کړې وه چې په دې شمېرو کې ۳۸ کسه یې چپ لاسی وو.دغه څېړونکی د دغې ډی اېن اې د موندلو د ځای په اړه څېړنه کوی، چې په چپ لاسو کسانو یې اغېز ډېر دی.
دا څېړنه په څلورو ټکو متمرکزه وه : د دې څېړنې پایلې د ((مغز ژورنال)) کې خپاره شوی دی.
د دې څېړنیزې ډلې پروفیسر ګویناله دوایود وایی: (( دا څېړنه په لومړی ځل موږ ته وایی، چې چپ لاسیتوب یا ښی لاسیتوب د ژنتیکی حس یو جز دی.))د دې څېړنې د لیکونکی او د لاس جراح پروفیسر ډومنیک فرنیس په وینا: (( په ډېرو فرهنګونو کې چپ لاسی خلک بد چانسه ګڼل کېږی، خو دا څېړنه ښیې چې چپ لاسی توب د دماغو بیولوژیکی پایله ده او تر ډېره ژنتیکی اړخ لری ،چې موږ کشف کړی ، چې چانس ته اړتیا نه لری.))تر ډېره ګمان دا دی، چې چپ لاسیتوب ۲۵ سلنه پر ژنتیکی او ۷۵ سلنه پر چاپېریال پورې تړلی دی.پر دې سربېره دې څېړنې د ژنتیکی اړخ یو په سلو برخه کشف کړې او هغه هم په برېتانیایی ټولنه کې،نو د دې څېړنې پر اساس په ټوله نړۍ کې د چپ لاسو خلکو ژنتیکی جزئیاتو ته اړتیا شته.