روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د چټکې مطالعې لپاره پرله پسې تمرین ته اړتیا ده

په نننۍ بوخته نړۍ او د معلوماتو د زیاتوالی په دور کې پکار ده ،چې د لوستلو طریقه بدله کړو یعنې په لږ وخت کې ډېر څه ولولو او ګټه ترې واخلو.

یو کس د مطالعې ډېر شوقی و او د خپل دې شوق د تسکین لپاره به یې هر وخت ((تلېفون ډایریکټری)) لوسته. ښه نو (( تلېفون ډایریکټری)) لوستل د انسانی شوق تسکین دی یا د وخت ضایع کول؟! د لویانو په لیکنو کې راځی ،چې که د مال څښتن نه یې، نو د زکات علم تر لاسه کول درته نه دی پکار، ځکه کله چې مال تر لاسه شی، نو د زکات د مسایلو د حل لپاره به وخت او مشورې هم تر لاسه شی. یو تصور دا هم دی چې علم باید د ضرورت په اندازه حاصل کړای شی، ځکه په دویم صورت کې دا هم اسراف او د وخت ضایع کول دی.

څومره چې انسان پرله پسې پرمختګ کوی، پر انتظامی او تخنیکی موضوعاتو د مطالعې لپاره مواد د سېلاب په شکل ورته مخې ته راځی. دا اوس د انسان خپل کار دی، چې څنګه له دې سېلابه ځان ساتی او څومره ګټه ترې اخلی. ځان ساتل دا دی چې پرېکړه وکړی چې هغه باید څه  مطالعه او څه مطالعه نه کړی تر څو وخت یې ضایع نه شی او ګټه اخیستل دا دی چې د سېلاب څومره اوبه د ډنډ او تالاب د ذخیرو په شکل جمع کړی ، تر څو د ضرورت پر وخت یې په کار راشی. انسان باید دا پرېکړې د خپلو حالاتو، مقام او مسئولیتونو په رڼا کې وکړی.

په دفترونو کې لیدل شوی ،چې دځینو خلکو د کوټو المارۍ او کونجونه له ورځپاڼو او مجلو ډکی وی او هغوی دومره وخت نه وی موندلی، چې د دې ټولو د لوستو یا نه لوستو په اړه پرېکړه وکړای شی. دا حقیقت ومنئ ،چې ټول چاپ شوی مواد ستاسې د مطالعې لپاره نه وی، دا پرېکړه باید تاسې وکړئ چې تاسې ته د څه شی لوستل اړین دی. په دې لړ کې د ځان لپاره یو فهرست جوړ کړئ، دې فهرست ته د چیک لېست شکل ورکړئ او له هر ټاکل شوی هدف وروسته ارزونه وکړئ ،چې څومره پرمختګ شوی.

د شاتو مچۍ لرې لرې سفر کوی، ګلونو ته ځان رسوی او د یوه ګل تر ټاکلو وروسته ترې د شیرې را ټولولو لپاره لاس په کار کېږی. په حقیقت کې اغېزناکه مطالعه له دې بېلګې سره هومره توپیر نه لری. یوازې دومره ده، چې دا کار باید په چټکۍ سره تر سره شی چې مقصد هم ضایع نه شی او ستاسې ضرورت هم پوره شی.

کله هم چې مو د مطالعې لپاره مواد تر لاسه کړل، نو په درېو برخو یې ووېشی، له ځان سره د جمع کولو عادت یې مه جوړوئ که نه نو هېڅ کار به مو له وسې پوره نه وی:

  1. مهم او ضروری
  2. عاجل
  3. غیر ضروری

اوس تاسې د خپلو اړتیاوو په پام کې نیولو سره ځان ته لومړیتوبونه وټاکی او لا نور وېش په دې توګه وکړی:

  • پر کومو موادو چې پوهېدل ضروری وی، هغه باید سمدستی او په توجه سره مطالعه شی او ترې د مطالبو له زده کولو وروسته باید عمل هم پرې وشی.
  • هغه مواد چې یوازې د ساتېرۍ یا عامو معلوماتو لپاره وی، له لوستو وروسته یې بېل کړئ
    • له پاتې نورو بوختوونکو مطالبو سرسری تېر شئ.

د چټکې مطالعې وړتیا.

  • دا حقیقت ومنئ چې تاسې هر څه نه شئ لوستی. له همدې امله تاسې باید د خپلې مطالعې لپاره یوه څانګه غوره کړئ
  • د چټکې مطالعې عادت نه یوازې دا چې ستاسې د عامې مطالعې رفتار چټکوی، بلکې په دفتری

چارو او د فایلونو د کارونو په خلاصولو کې هم درسره مرسته کوی

  • د فهرست او عنوانونو په لوستو په اصلی موادو ځان پوه کړئ.
  • ټول مواد په سرسری توګه له مخکې وګورئ.
  • پر لنډیزونو او پایلو یو نظر واچوئ.
  • پېژندنه مطالعه کړئ، دا به لارښوونه درته وکړی چې له کومو تفصیلاتو تېر شئ.
  • حاشیې په پرله پسې توګه لیکئ او نوټونه اخلئ. دا خبره مو باید په ذهن کې وی چې د بیا لوستو لپاره به یې وخت ونه مومئ.
  • جملو او محاورو ته ډېره پاملرنه مه کوئ.
  • له دې احتیاط سره ټوپ ووهئ چې مرکزی او اصلی ټکی درڅخه پاتې نه شی
  • خپله توجه پر یوه ټکی مه را ټولوئ. په یوه نظر څو څو الفاظ مطالعه کړئ
  • بیا بیا وروسته مه ګورئ.
  • په لوړ اواز او د الفاظو په بېل بېل لوستو مطالعه مه کوئ.
  • د دې خبرې هڅه وکړئ چې ذهن مو خپله درته ووایی، چې وروسته څه را روان دی
    • دا مو عادت جوړ کړئ چې کله په مطالعه بوخت یئ، نو ذهن مو د لاندې خبرو ځواب درکړی:
    ۱٫ د دې مطالعې مقصد څه دی. له دې مطالعې څه تر لاسه کول غواړم؟
  1. دا مطالعه زما له پاره څومره مهمه ده؟
  2. له دې مطالعې څومره ګټه تر لاسه کولای شم؟

ژباړه: ظاهر عمار

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید