روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملی اداره:په افغانستان کې وچکالۍ او د اقلیم بدلون بېساری زیانونه اړولی دی

د چاپېریال ساتنې ملی ادارې په مصر کې د چاپېریال له ننګونو سره د مبارزې لپاره د غړو هېوادونو په غونډه کې افغانستان ته پر نه بلنه نیوکه کړې ده. ددغه بنسټ مسئولینو په کابل کې په خبری غونډه کې وویل، چې که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې لږه ونډه لری، خو پراخ زیانونه یې لیدلی او له همدې امله باید دغې غونډې ته بلنه ورکړل شوې وای. د دې ادارې مشر حافظ عزیز الرحمن وایی، چې په تېرو دوو لسیزو کې وچکالۍ او د اقلیم بدلون په دغه هېواد کې بېساری زیانونه اړولی او که نړۍ په دې برخه کې افغانستان یوازې پرېږدی، ددغه ناورین لمن به نورو هېوادونو ته هم وغځېږی. بلخوا د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مرستیال زین العابدین عابد پر نړیوالې ټولنې نیوکه کوی او زیاتوی چې اوس د ۸۰۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۲ د چاپېریال ساتنې پروژې په ټپه ولاړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید