د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی امارت د چارو ادارې لوی رئیس مولوی احمد جان احمدی په کابل کې د یوناما دفتر د قانون د تطبیق څارنې له مسئولې مېرمن مونیکا مارتینز سره ولیدل. په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د قانون پر تطبیق او له فساد سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړې. د چارو ادارې لوی رئیس مولوی احمد جان احمدی مېرمن مارتینز ته وویل، چې د قانون تطبیق او د فساد له منځه وړل د اسلامی امارت د مهمو وجیبو څخه دی. ښاغلی احمدی زیاته کړه: ((په ډاډ سره وایم، چې اسلامی امارت له فساده پاک دی، قانون پرته له استثنا په هر کس تطبیقېږی او د فساد له منځه وړلو ته ژمن یو. د کابینې له لوری د قانون د تطبیق کمېسیونونه جوړ شوی او حتی د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره هم پلاوی ټاکل شوی، څو د هېچا حق ضایع نه شی.)) د ښاغلی احمدی په وینا، په تېرو څو میاشتو کې په کوچنۍ تخطۍ او سرغړونو اشخاص له دندو ګوښه شوی او محکمې ته معرفی شوی او د فساد په تړاو د اسلامی امارت تحمل صفر دی. د چارو ادارې لوی رئیس د یوناما له استازی وغوښتل، چې نړیوالو ته د افغان ولس غږ ورسوی، ځکه وروسته له ۴۰ کلونو په هیواد کې واحد نظام حاکم شوی او موږ ته فساد، د نېشه یی توکو تولید ، ګڼ شمېر روږدی کسان او نور میراثونه پاتې دی. په کابل کې د یوناما دفتر د قانون د تطبیق د څارنې مسئولې مېرمن مارتینز وویل: ((موږ دلته یو، چې د فساد پر وړاندې ګډه مبارزه وکړو او هڅه کوو، چې په اسلامی هېوادونو کې خپل فعالیتونه د اسلامی قوانینو مطابق عیار کړو. د یوناما استازې وویل: موږ د مخکینی حکومت ادارو ته هم له فساد سره د مبارزې ستراتیژی ترتیب او چمتو کړې وه، خو په هغه اندازه چې مو تمه درلوده، عملی نه شوه. اوس وضعیت تغییر کړی،ومو غوښتل پوه شو، چې اسلامی امارت له موږ څه غوښتنې لری. موږ په خپل راتلونکی راپور کې دا ځای کوو، چې اسلامی امارت واحد نظام دی، جګړه پای ته رسېدلې او اسلامی امارت سر له اوسه د فساد پر وړاندې مبارزه پیل کړې ده. دا چې د فساد په تړاو د اسلامی امارت تحمل صفر دی، د ټولې نړۍ لپاره یو ښه بېلګه کېدای شی.