د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کورنیو چارو وزارت په څرخی پله زندان کې پر طالب بندیانو د برید په اړه د طالبانو اعلامیه د یادې ډلې تبلېغات بولی.وسله والو طالبانو وړمه ورځ په اعلامیې کې وویل ،چې داعش ډله پر څرخی پله په زندان کې د دوی پر بندیانو د برید پلان لری.دغه ډلې ویلی و ،چې د یاد برید تر سره کېدو لپاره وار له مخکې څرخی پله په زندان کې وسلې هم ځای پر ځای شوی دی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته لېږلی غږیږ پیغام کې په دې اړه د طالبانو اعلامیه د دغه ډلې تبلېغات او تشه ادعا بللې ده.نوموی زیاته کړې : (( هر هغه ګواښ ،چې د خلکو پر وړاندې، د محبسونو پر وړاندې یا نورو مرکزونو دا د طالبانو کار دی، تبلېغاتی اړخ یې دی. مخکې هم پر محبسونو بریدونه شوی و، چې طالبان په کې ښکېل و په دې اساس دا ډېره مسخره خبره ده، چې طالبانو داسې ادعا یې کړې ده.))د کورنیو چارو وزارت ویلی: وسله والو طالبان، چې خپله بریدونه کوی څنګه کولای شی چې دا ډول ادعا وکړی.څرخی پله زندان د افغانستان له تر ټولو لویو محسبونو څخه دی، چې د جنایی بندیانو ترڅنګ په زرګونو سیاسی بندیان هم په کې ساتل کېږی.ویل کېږی په دغه محبس کې د بندی کسانو زیاته برخه طالب بندیان دی، له یاد محبس څخه دامریکا او طالبانو د سولې د هوکړی په اساس زرګونه طالب بندیان آزاد شول.دا په داسې حال کې ده ، چې روان کال د ننګرهار پر محبس هم وسله وال برید وشو ،چې د چارواکو پر وینا ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتل.