روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ځیرکتیا او ژوندی سیاست سمبول رهبر

باهر حقپال

مسلمه امت پر سیاسی ځیرکتیا او پوځی شهامت سمبال مشر له لاسه ورکړ…

شپږکاله وړاندې په دغه ورځ د اعلاء کلمه الله او د هېواد د استقلال په پار موږ داسې مشر او بیدار رهبر له لاسه ورکړ چې په لږ وخت او په نشت حساب امکاناتو یې د نړیوالو خونخوارو په خوله کې، د اسلامی امارت سپېڅلی صف هدف ته نېږدې او له هرډول بې خوندیو، یې خوندی وساته.

هغه مشر چې له سیاسی درایت سره-سره یې پرېمانه پوځی شهامت هم درلود. داسې جګړییز تاکتیکونه یې وپنځول چې پر نامتو او پرمختللیو تجهزیاتو سمبال جرنیلان یې له مخنیوی عاجز او کاسر جوت شول. په جګړییزو تاکتیکونو او ویښو سیاستو یې آن دښمن هم معترف و. د مغرورې امریکا او سرزورو ایتلافیانو غرور یې هغه وخت ور مات کړ چې د ده په مشرۍ د کندهار په شمول هلمند، ارزګان او جنوب لوېدیځ ولایتونو کې نه ماتېدونکی مهارتونه او مدبرانه پلانونه ترتیب او عملی شول. د خپلو اسیرو ملګریو د ازادولو د ځانګړی مهارت شاهدی اوس هم د کندهار مرکزی زندان وایی چې هغه په تدبیر او مجاهدینو په زیار دوه ځلې۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کې مات شوی.

د پېښو په حل و فصل کې د بې دریغه بصیرت او ځراکت څښتن و. په نرم مزاجۍ، معنادار کلامۍ او ژورفکرۍ پېژندل کیده، په خبرو کې یې عقلانیت او لهجو کې یې شهامت له ورایه ښکارېده.

هوکې! منظور مې د الله په لاره کې لولپه شوی رهبر، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله  دی.

شرعی ارزښتونو ته اعتقاد:

شهید ملااختر محمد منصورتقبله الله انسانی او نفسیاتی خواهشات د حق پر کلمې ځپلی او سرکوزی کړی وو؛ ځکه خو یې انسانی فطری سرکشی له منځه وړې او داسې صالح او مصلح انسان ګرځېدلی و چې د ښېګڼو پراخی یې هېڅ پوله او خنډ نه درلود. څه یې چې ځان ته خوښول، هغه یې بل مسلمان ته انتخابول. شریعت ته وفادار و او له بې ځایه افراط او عیب داره تفریطه یې خلک راګرځولی وو. د ژوند معمول یې اسلامی احکامو ته انقیاد او تسلیمی وه. د خپل طبیعت جبر او سرزوری یې د سنت په تعمیل زندۍ کړی و.

هغه رحمه الله په غږیز کلیپ کې پخپله وایی: (( په هرڅه کې باید شریعت ته غاړه کېږدو، په جهاد کې باید ځانی اجتهاد، شخصی مزاجونه یا افراط او تفریط ورګډ نه کړو، بلکې یوازې د شریعت تابع واوسو، په دې باید ټینګه عقیده ولرو هغه څه چې شریعت یې امر کوی زموږ په خیر دی که څه هم ظاهراً د چا په مزاج درانه تمامېږی.))

هغه مخبت او مطیع شخص و:

شهید امیرالمؤمنین تقبله الله پخپل ژور فکری ویښتابه، متشتت زړونه داسې پییل چې د دښمن له تبلیغاتو را ټوکیدلې کرکې یې په مینه بدلولې. په خپل ژوند کې یې هر ډول دنیاوی ارزښتونه له دینی او معنوی ارزښتونو ځار کړی وو. د هغه رحمه الله د دوستۍ او دښمنۍ معیار د سپیڅلې دین اساسات وو. شخصی دښمنی، لسانی او سمتی ناحقه پالنې او بې ځایه سرزوریو څخه یې کرکه کوله. ژوند یې په تقوا، د سنتو په اتباع او په ورعې پوښلی و. د خپل زعیم محبت او مطیع شخص و. د وینا په یوه برخه کې وایی:

(( زه د اسلامی امارت د مؤسس او زموږ او ستاسو د محبوب رهبر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دا خبره یو ځل بیا را ژوندۍ کوم او وایم چې موږ له هېچا سره شخصی دښمنی او تضاد نه لرو، زموږ دوستی او دښمنی یوازې د اسلام د مقدس دین د آساساتو پر بنا ده.))

د مظلوم رعیت یو محتاط راعی:

د رعیت د مسؤلیت دروندوالی محتاط راعی او مدبر داعی ساز کړی و. د ولس پر مال او ځان یې هومره پاملرنه کوله لکه د خپل ځان او مال. تل یې له لاس لاندې کسانو ته له ولس سره د نېک تعامل او پاکې رویې توصیه کوله. د خلکو ساتنه یې خپل مسؤلیت ګاڼه او په دغه لاره کې یې هېڅ ډول بې احتیاطی د منلو وړ نه ګڼله. له کلک هوډ سره یې د اخلاصمند موډ ملتیا، د پرېکړو په متانت کې رغنده رول لوباوه. د دریځ قاطعیت او نر طبیعت یې اوس هم ژوندی تاریخ دی. هغه اوس هم د تاریخ په ژبه خپل مجاهد ولس ته په خطاب کې وایی:

(( مجاهدین باید ډېر متوجه وی چې د عملیاتو پرمهال د بېګناه خلکو وینې تویې نه شی، اسلامی امارت د خپل ولس د تحفظ مسئولیت پرغاړه لری او زه به د اسلامی امارت د امیر په حیث هېڅکله اجازه ورنه کړم چې د بې احتیاطۍ له امله د خلکو سر یا مال ته زیان ورسېږی.))

یو نه ماتېدونکی سیاسی شخصیت:

عاجزه او خندانه څهره یې د بلا ډېرو ناخوالو او کړاوونو مخه ډب کوی.

د نړۍ ټولې هوساینې یې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو په هوساینه کې قربان کړې. د هغه لنډه دوره او زښت زیات ګړندی مزل یې معاصره ځانګړنه ده. حلم، صبر، استقامت او کمالی رهبریت یې د ثالث عمر د وفات له معجزانه رازه درک کېدای شی. هغه وخت، ساعت او ځای به مې هېڅ وخت هېر نه شی، کله چې د ثالث عمر له رحلته خبر شوم؛ خو ملامنصور تقبله الله د دغه ستر غم او درد سره د دې زورور او ملاماتوونکی راز، بوج هم بار کړی ګرځوی. د اسلامی امارت سیاسی ډګر په لومړی ځل د ده رحمه الله په واکدارۍ کې د نړۍ پر سیکرین نړیوالو ته ښکاره شو. په اوسنی سیاست کې د مسلمانو ایډیال رهبر و. د نړیوالو مغرورانه سیاست او د خدایۍ تر دعوې رسېدلی استخباراتی مأموریت یې په یواځې ځان دړې وړې کړ. هغه به تل د یو شخص نه، بلکې د یو دروند او قدردان شخصیت په توګه ژوند کاوه؛ ځکه خو له مړینې وروسته هم ژوندی دی.

تبلیغاتی ډګر او د ویښ رهبر رهبریت:

د امریکا له یرغل وړاندې چې کومه تبلیغاتی جګړه امریکا او ایتلافیانو یې د تلوېزیون، راډیو، ورځپاڼې، مجلې، کتابونو، انټرنیټ، د هالیووډ او بالیووډ فلمونو، بلابېل ویډیو کلیپونو او… پر مټ پیل کړې وه، چې مصرف یې میلیارډونو ډالرو ته رسېده، چې له نظامی یرغل وړاندې د هېوادوالو ذهنی او فکری جاپېریال یرغمل او ملی او فرهنګی ارزښتونه یې لومړی لړزانه او بیا له منځه ویسی او پر ځای یې خپل غربی او غلام فکرونه ور پیچکارۍ کړی. شهید امیرالمؤمنین رحمه الله د دغه تبلیغاتی ملاماتوونکو ګزارونو داسې دفاع وکړه چې د خوځښت ملا یې لا پیاوړې او لکه ونه مستقیمه کړه. هغه پوهېده چې د یو تحریک، یو خوځښت او یو نظام لپاره له ټولو اړینه، اغېزمنه او ګټوره وسیله تبلیغاتی او مطبوعاتی جګړه متحرکه او پیاوړې ساتل دی.

اوس هم مخالف لوری د تبلیغاتی ډګر په تقویه کولو او د خلکو د اذهانو د ګډولو لپاره هماغه پخوانۍ کړۍ لګیا کړې او په دوامداره توګه د اړین فیلډ ته کار کوی؛ هیله ده حکومت یې په سرعت او دقت سره مخه ډب او دې اړخ ته له ټولو ځواکمنه او زښته پاملرنه وکړی.

ترسره شوې هیله یې:

هغه د شهادت متمنی او ټولو اسلامی ارزښتونو ته معتقد و. د الهی رضا د ګټلو په لاره کې له ځان او ماله تېر او له هرډول کړاوونو بې پرواه و. همدا وه چې د الهی رضا د ترلاسه کولو په پار یې د لوی خدای جل جلاله دربار ته خپل نازدان وجود سکاره او لولپه شوی وړاندې کړ او خپله د شهادت سپېڅلې هیله یې ترسره کړه.

شهادت یې قبول او الهی دیدار او رضا یې نصیب شه.

ممکن است شما دوست داشته باشید