روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ځواکونو د اېستلو پر وړاندې بایډن ته د ولسمشرۍ د پخوانی کاندید خبرداری

 د امریکا د ولسمشرۍ پخوانی کاندید او د کانګرېس په سناجرګه کې د یوتا مخکښ جمهوریپال استازی میټ رامنی له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو د پرېکړې د پایلو په خاطر ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړ.رامنی، چې د سناجرګې د بهرنیو اړېکو د کمېټې غړی هم دی، وړمه ورځ له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د وتلو په اړه د چارواکو د سوال او ځواب په غونډه کې د بایډن پر دې پرېکړه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا پرېکړه به د متحدو ایالتونو ملی امنیت او په منځنی ختیځ کې بشری حقونو ته زیان واړوی.رامنی له استماعیه غونډې وروسته په بیان کې وویل: ((  د حکومت د چارواکو د نن ورځې له زغردو خبرو وروسته، زه باور لرم ،چې تر سپټمبره له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په اړه د ولسمشر پلان تېروتنه ده ،چې زموږ امنیتی ګټو ته جدی عواقب لرلی شی.))رامنی سپارښتنه کړې ،چې امریکا دې په افغانستان کې خورا کم شمېر پوځیان وساتی، چې په افغانستان کې تروریستان سر پورته کولو ته پرېنږدی.ده همداراز ویلی: په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو له حضوره پرته به طالبان القاعده او داعش پرېږدی ،چې ځان منظم کړی.د سناتور رامنی په باور امریکایی پوځیان په افغانستان کې د ولسواک حکومت ټینګښت او د ښځو او نجونو د بشری حقونو ساتنه تضمینوی.ده زیاته کړه: (( د ټولو امریکایانو په شان زه هم غواړم، چې زموږ پوځیان دې خپل هېواد ته راشی، خو د دوی حیاتی رول ،چې د افغانستان په شان په خطرناکو او لرې سیمو کې یې لوبوی ،چې زموږ ملی امنیت خوندی شی، د زړه له کومی ستایم.)) د ولسمشر بایډن له لوری د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه د ټولو امریکایی پوځیانو د اېستلو پرېکړې په امریکا کې بحثونه پارولی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید