د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دپکتیا ولایت دځدرانو ولسوالۍ خلکو په دې ولسوالۍ کې د انکشافی پروژو دتطبیقولوغوښتنه وکړه.دځدرانو ،ګرده سپیرۍ ، وزې ځدران او شواک ولسوالیو ځوانانو، قومی مشرانو او مخورو دیوې غونډې په جوړولو سره وویل ، چې دولت باید د دغو ولسوالیو ستونزو ته پاملرنه وکړی او په دغو سیمو کې دې انکشافی پروژې تطبیقې کړی.دوى وویل: له دوى سره دسړکونو ، د اوبو د بندونو، پلونو او دپوهنې او د روغتیا په برخو کې د یو شمېر پروژو د تطبیقولو په برخو کې ژمنې شوې وې ،خوتراوسه پورې هغه نه دی عملی شوې . دوى په پکتیا کې والی او نورو دولتی مسوولانو ته وویل چې د دوى ستونزې دې له مرکزسره په جدی توګه مطرح کړی.