د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پیسو نړیوال صندوق په شتمنو هېوادونو کې د کورونا پرضد د واکسیناسیون د چټکوالی لپاره په دغو هېوادونو په تېره بیا په امریکا کې د اقتصادی ودې د زیاتوالی اټکل وکړ.د دې صندوق په باور په وروسته پاتې هېوادونو کې به چې د واکسیناسیون بهیر په کې ورو دی، اقتصادی وده نوره هم کمه شی.د دې ادارې له اټکل سره سم، په ۲۰۲۱ میلادی کال کې د نړۍ اقتصادی وده په متوسط ډول ۶ سلنه زیاته شوې چې د تېرکال پرتله، خورا زیاته ده.تېر کال د کورونا وبا په نړۍ کې اوج ته ورسېده او اقتصادی وده یې منفی ۳ اعشاریه ۲ ته ټیټه کړه.