د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د عامې روغتیا وزارت وایی، د ټول هېواد په کچه د کورونا ویروس ۱۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دی چې ورسره د ټولو پېښو شمېر ۲۳۳۹ ته لوړ شوی دی.د روغتیا وزارت له خوا رسنیوته په استول شویو ارقامو کې راغلی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندهار کې ۴۵، په کابل کې۴۴، په هرات کې ۲۸، په بغلان کې ۱۳، په جوزجان کې ۶، په ننګرهار کې ۶، په کاپیسا کې ۵، په بادغېس کې ۴، په مزارشریف کې ۴، په بامیان کې ۴، په سمنګان کې ۳، په لغمان کې ۳، په وردګو کې ۲ او په پروان کې ۱ مثبته پېښه ثبت شوې ده.د وزارت په قول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو شمېر ۳۱۰ کسان ته لوړ شوی او د مړو شمېر یې هم ۶۸ ته رسېدلی دی.په ټوله نړۍ کې د کورونا مثبتې پېښې ۳ میلیونه ۳۱۸ زره او ۴۲۸ ته رسېدلې ، چې له دې جملې ۲۳۴ زره او ۲۵۰ کسان مړه شوی او یو میلیون ۴۵ زره او ۲۱ کسان روغ کورونو ته ستانه شوی دی.