روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پیامبر اعظم (ص) د توان بخشۍ ستر مرکز پرانیستل شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت  د نابینایانو او نه اورېدونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې تر څنګ د پیامبر اعظم (ص) د پیاوړتیا مرکز (مرکز توانبخشی) فعال او په رسمی توګه معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه پرانیست. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبی د نابینایانو او نه اورېدونکو د نړیوالې ورځې مبارکی وویله زیاته یې کړه، چې دغه ورځې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی. ښاغلی آریوبی وویل، چې معلولیت لرونکو وګړو ته په مختلفو برخو کې د آسانتیاوو او امکاناتو برابرولو برخه کې ډېر کار شوی، چې د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز پرانیسته یې ښه بېلګه ده. معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو، کارموندنې، اقتصادی پیاوړتیا، ټولنیز او سیاسی ګډون، فزیکی لاسرسی  او نورو برخو کې دولتی او غیر دولتی بنسټونو سره د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوی او وخت پر وخت له ټولو ادارو د کړنو راپور اخیستل کېږی.

هغه څرګنده کړه، چې دا مرکز په نویو، عصری او پرمختللو روغتیایی وسایلو سمبال او متخصص ډاکټران د ناورغانو په چوپړ کې دی. د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د معلولینو د ټولنیزې شورا رییس مسعود صافی، د بشری حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې او نورو د نابینایانو او نه اورېدونکو نړیوالې ورځې د مبارکۍ تر څنګ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اصلاحی برنامې او لاسته راوړنې وستایلې او د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز بیا فعالول او پرانیسته یې د وزارت یو ستر او مهم ګام وباله او وړاندیز یې وکړ، چې د دې مرکز د پراختیا او سمبالښت لپاره نور ګامونه هم پورته شی، تر څو د معلولینو روغتیایی ستونزې په بشپړ ډول حل شی. ښاغلی آریوبی، د وزارت مرستیالانو او ګډونوالو د نابینایانو د نړیوالې ورځې په ویاړ یو شمېر نابینا وګړو ته امساوې هم ډالۍ کړې او ډاډ یې ورکړ، چې په ټولو برخو کې به یې ملاتړ او لاسنیوی کوی

ممکن است شما دوست داشته باشید