روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیکا مرستیال والی: لسګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې

د پکتیکا مرستیال والی محب الله حماس  وایی: په  مرکز ښرنه او ولسوالیو کې لسګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده.  دغه ځمکې تېرو کلونو کې د زوراکو له لوری غصب شوې وې او په تولییز ډول پکتیکا  کې د یوه منظم پلان له مخې د ځمکو را ګرځول دوام لری. حماس  زیاته کړه: (( په عمومی ډول سلګونه زره جریبه ځمکې د کرنې وزارت له لوری را ګرځول شوی او دا لړۍ لا هم دوام لری.))مرستیال والی همدا راز وایی: پاتې هغه ځمکې به هم د محکمې له ارزولو وروسته  نږدې راتلونکی کې راوګرځول شی،چې یو شمېر کسان یې د مالیکیت دعوا لری.حماس زیاته کړه: (( ځینې داسې ځمکې هم شته ،چې راګرځول شوی ،خو دوسیې یې لا وروستۍ شوی نه دی او د محکمې له لوری یې ارزونه پیل شوې او نږدې راتلونکی کې به یې په اړه پریکړه وشی.)) د پکتیکا اوسېدونکی د اسلامی امارت له لوری د غاصبینو له منګولو د لسګونه زره جریبه ځمکه راګرځول ستایی او وایی: د پاتې غصب شویو ځمکو د را ګرځولو په اړه دی هم جدی اقدامات وشی. د پکتیکا اوسېدونکی وایی: (( کابو لسګونه زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.زموږغوښتنه دا ده،چې پاتې ځمکې دې هم را وګرځول شی.))د پکتیکا بل اوسېدونکی بیا وایی: (( دا یو نیک اقدام دی،چې ځمکې له غاصبینو راګرځول شوی دی،دا د خلکو او دولت پر ګټه کار دی.)) د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې د زورواکو له لوری مرکز ښرنه او ځینې ولسوالیو کې لسګونه جریبه ځمکه غصب شوې ،خو ځایی مسئولین وایی: د غاصبینو پر وړاندې له نرمښت کار نه اخلی او حساب ورسره کوی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید