روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیکا زلزله ځپلی روغتیایی مرستو ته اړتیا لری

په سوېل کې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ شل بستریز روغتون ته د نهو ولسوالیو سر روضې ، سروبی ، برمل ، ګومل ، نکه ، ګیانه زیړوک او خوشامند ناروغان ور وړل کېږی او د امکاناتو له کمښت سره مخ دی.د یاد روغتون مشر بسم الله وایی: روغتون ته یې د یوې ولسوالۍ امکانات ورکول کېږی او درملنه په کې د نهو ولسوالیو د ناروغانو کوی.بسم الله وایی: د عامې روغتیا وزارت ورسره د بسترونو،تشکیل او د درملو د زیاتوالی ژمنه کړې ده.ده زیاته کړه: (( د ارګون زون نو ولسوالۍ لری. په دغو ولسوالیو کې فرعی مرکزونه شته، خو بسترونه نه لری او همدا د ارګون ۲۰ بستریز روغتون دی. مالومه خبره ده ، چې بسنه نه کوی.)) په روغتون کې بستر ناروغان او پایوازان د درملو او نورو امکاناتو د کموالی خبره کوی او د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړی،چې د ارګون روغتون ته دې په بېلابېلو برخو کې امکانات زیات کړی.د ارګون ولسوالۍ یو تن دینی عالم عبدالوکیل وایی: (( خلک په روغتون کې ډېری وخت له ستونزو سره مخ وی. ټول د باندې بازار ته د درملنې لپاره ځی او یا په بسترونو کې ځای نه وی، ناروغان دهلېزونو کې پراته وی. ډاکتران کم دی،باید تشکیل او بسترونه زیات شی ، چې په سم ډول په کې د نهو ولسوالیو د ناروغانو درملنه وشی.)) د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی وایی: (( اقتصادی ستونزې ډېرې دی. ډېر د خلک پیسې نه لری،له بازاره خلک درمل نه شی اخیستلی، باید چې درمل زیات ورکړل شی.)) د ارګون ولسوالۍ بل اوسېدونکی بیا وایی: ((  درمل چې درته ولیکی،ټول نه درکول کېږی ، یو یا دوه پاکټه ګولۍ وی، نور به ټول درمل له بازاره اخلې. د ارګون روغتون ډېرې ستونزې لری.))یادو نو ولسوالیو کې روغتیایی مرکزونه شته ، خو بستر نه لری او اوسیدونکی یې اړ دی،هغه ناروغان ارګون روغتون ته د درملنې لپاره بوزی،چې بستر ته اړتیا ولری.

د یو بل خبر له مخې:په پکتیکا کې تېره اوونۍ بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوی ، او له امله یې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول.زلزله ځپلی روغتیایی مرستو ته اړتیا لری او د تېرې زلزلې د ټکانونو له امله هغه کورونه ،چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د زلزلو د نږدې دېرش ځله ټکانونو له امله زیانمن شوی وو، نړیدلی دی.د راپورونو له مخې، د پکتیکا په ګیان، ژیړک او برمل ولسوالیو کې لاهم د زلزلې پرله پسې ټکانونه احساسېږی.وروستی ټکانونه تېره اوونۍ  وو، چې د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس محمد امین خذیفه په وینا :د سر زیان یې چاته نه‌دی اړولی، خو مالی زیان لری.نوموړی وایی:  (( هاغه مخکنی کورونه چې ټکانونه یې خوړلی هغه کورونه څه ناڅه ړنګ شوی دی، خو تلفات نه‌لری. خلک پرېشانه دی ډېر تشویش لری ،چې بیا بیا زلزله کېږی او دا خلک دې ته ضرورت لری ،چې کورونه جوړ کړی.))په دې ولسوالیو کې د تېرې دوشنبه د مازدیګر د پنځو بجو خواته بیا د شپې یوولس بجې زلزلې وشوې چې هاغه ټکانونه د دیوې ورځې مخکې ټکانونو په پرتله سخت وو.د دوشنبه شپې د زلزلو له امله د یو دېرشو کسانو د ژوبلېدو خبرونه خپاره شول.د امریکا د متحد ایالتونو د جیولوجی سروې له اټکل سره سم دا زلزله د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه یو وه، د غبرګولی په ۳۱مه نېټه د رېښتر په مقیاس شپږ اعشاریه یوې درجې زلزلې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې له زرو زیات کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.له نږدې یوې میاشتې راهیسې زلزله ځپلی د نورو مرستو ترڅنګ روغتیایی مرستو ته ضرورت لری.راپورونه هم خپاره شوی، چې په زلزله ځپلیو سیمو کې د ناپاکو اوبو په خاطر د کولرا ناروغی ،چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک پرې اخته شوی دی، خپره شوې ، خو د پکتیکا سیمه ییزو چارواکو له رسنیو سره دا راپورونه رد کړی، چې په دې سیمو کې دې کولرا خپره شوې وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید