روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیکا د زرغونتیا لپاره هڅې

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې نوی کال او د بزګر مېله په شاندارو مراسمو سره، چې په کې د دې ولایت والی مجیب الرحمن څمکنی، د ولایت مرستیال، د کرنې سرپرست رییس ابوبکر حقیار، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او ګڼ شمېر خلکو ګډون درلود ونمانځل شو.په دې مراسمو کې د پکتیکا والی مجیب الرحمن څمکنی د پکتیکا ولایت ټول ولس ته د نوی کال او د بزګر د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ هېوادوالو ته له خوښیو او نېکمرغیو د یوه ډک کال هیله وکړه، ښاغلی څمکنی د دې ولایت بزګران او خلک وهڅول، چې په  روان کال کې د هېواد د زرغونتیا لپاره دې ډېرې زیاتې هلې ځلې وکړی. ده وویل: حکومت د بزګرانو او بڼوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابری کړی او دا چاره لا هم روانه ده او موږ ژمن یو چې بزګرانو ته لاهم آسانتیاوې برابرې کړو.په همدې حال کې د پکتیکا د کرنې سرپرست رییس ابوبکر حقیار د پکتیکا ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت د سمسورتیا او زرغونتیا لپاره دې په خپلو کورونو او مځکو کې نیالګی کېنوی، ده وویل: د کرنې ریاست له بزګرانو او بڼوالو سره په هره برخه کې همکاریو ته ژمن دى او په روان کال کې به د دوی هلې ځلې داوی، چې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزو ته د پای ټکۍ کېږدی. ده د دې ولایت بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې اداره د دوی په چوپړ کې ده او هر راز مرسته له دوی سره کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید