د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې په افغانستان پریمیئر لیګ کې د پکتیا لوبډلې لوبغاړی سکندر رضا په غوره توپ اچونه بنګله دېش لوبډلې ته تاریخی ماتې ورکړه.په یو ورځنیو سیالیو کې د بنګله دېش لوبډلې غوره لوبه وکړه ، خو په ټیسټ سیالۍ کې یې ونه کړای شول کامیابی دوامداره وساتی او له زمبابوې څخه یې د ۱۵۱ منډو په توپیر ماتې وخوړه.په دې سیالۍ کې لومړی توپوهنه د زمبابوې لوبډلې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۸۲ منډې جوړې کړې، د دوی له خوا سین ویلیمز ۸۸ زیاتې منډې جوړې کړې، د بنګله دېش تاج الاسلام په ۶ وېکټو اخیستلو بریالی شو.په ځواب کې د بنګله دېش لوبډلې یوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړې، سکندر رضا او چتارا ۳-۳ وېکټې واخیستې، خو د بنګله دېش له خوا یوازې عارف الحق ۴۱ زیاتې منډې جوړې کړې، زمبابوې په دویم وار توپوهنې کولو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه.بنګله دېش د خپلو مینوالو ترڅنګ او د دوی په ډاډ ونه شو کړای یاد هدف پوره کړی او ټول لوبغاړی یې د ۱۶۹ منډو په جوړولو وسوځېدل، د دوی لومړۍ غوره ۵۲ منډې ملګرتیا د سکندر رضا په لاس له منځه ولاړه، چې وروسته په ښه ملګرتیا جوړولو ونه توانېدل.سکندر رضا ،چې په افغانستان غوره لیګ کې د پکتیا پینترز لوبډلې تکړه لوبغاړی و، په دغه بریا کې د زمبابوې لپاره ښه ثابت شو، نوموړی په مهم وخت کې ۶ وېکټې واخیستې او ورسره یې ۴۴ منډې هم جوړې کړې.زمبابوې لوبډلې ۱۷ کاله وروسته له هېواده بهر او پنځه کاله وروسته په ټیسټ سیالۍ کې بریا خپله کړه، د ۲۰۰۱م کال په نومبر میاشت کې زمبابوې لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، چې په دې سره زمبابوې خپله ۱۲مه ټیسټ بریا خپله کړه.