روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیا والی: ټولو کونډو او یتیمانو ته میاشتنی امتیازات ورکول کېږی

  په سویل کې د پکتیا والی محمد علی جان احمد د غبرګولې پرلومړۍ  د اسلامی امارت  د دویم امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور شپږم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل: اسلامی امارت د جمهوریت او امارت کونډو او یتمیانو ته په یوه سترګه ګوری او میاشتنی امتیازات ورکوی.احمد وایی: د شهیدانو،معلولینو چارو ریاست ته دنده سپارل شوې،چې د طالب، عسکر او په جګړو کې د قربانی شویو ملکی وګړو کورنیو ته دې دغه میاشتنی امتیازات اجراء کړیده زیاته کړه: (( د  شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته حکم شوی،چې هرې کونډې ته،هر یتیم ته به میاشتنی امتیازات ورکوی، بغیر له توپیره،چې دا د عسکر، طالب او یا په جګړه کې د قربانی شوی ولسی وګړی کونډې او یتیمان دی.)) د پکتیا امر بالمعروف رئیس مولوی شرف الدین له اسلامی امارته وغوښتل،چې په تېرو کلونو کې خلکو د خپلو هجرو دروازې د دوی پر مخ پرانیستې وې او دوی دې ورته اوس د دفترونو دروازې پرانیستې وساتیده زیاته کړه: (( له اسلامی امارت مو غوښتنه دا ده،چې دې ملت زموږ لپاره د خپلو هجرو دروازې پرانیستې وې، تاسو اوس ورته د دفترونو دروازې پرانیستې وساتئ. په کار ده، چې دفترونه یې پر مخ بند نه شی.)) د غونډې ویناوالو د اسلامی امارت  د دویم امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور په ژوند او د امریکا او ناټو پر وړاندې پر وسله واله مبارزه هم خبرې وکړې.د پکتیا یو تن اوسېدونکی وایی: ((کله چې د منصور د رهبرۍ دورې جریان مطالعه کوو،نو دا به منو،چې هغه یو پیاوړی رهبر و. هغه په داسې ستونزمنو شرایطو کې د ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد دویم او بیا لومړی نائب شو،چې د مشر ملا محمد عمر مجاهد لومړی نایب ملا عبیدالله اخوند لومړی زندانی او بیا شهید شوی و.)) د پکتیا امر بالمعروف رئیس شرف الدین له خلکو وغوښتل،چې د اسلامی امارت حکم د اسلام حکم دی او دا دې په ځانګړی ډول د امر بالمعروف ادارې حکم نه ګڼی

ممکن است شما دوست داشته باشید