روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیا اوسېدونکی له حکومته د سېلابونو له امله د تخریب شویو لارو بیا رغول غواړی

که له یوې خوا وروستیو سېلابونو خلکو ته ځانی او ګڼ مالی زیانونه واړول،خو له بل لوری یې د سویل ختیځ زون په ګډون هېواد کې ګڼې لویې لارې هم تخریب کړې دی.وروستیو سېلابونو ، د پکتیا ـ کابل ، پکتیا ـ خوست او ګردیز ـ پټان لویې لارې تخریب او ګڼ پلونه او پلچکونه یې ویجاړ کړی او خلک یې د بېرته جوړیدو غوښتنه کوی.د پکتیا اوسېدونکی وایی: ((سېلابونو لویې لارې خرابې کړې، د ولسوالیو ترمنځ، د کلیو ترمنځ لارې او پلچکونه یې خراب کړی دی. د هېواد په بېلابېلو برخو کې دا ستونزه شته .))د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وایی: (( د اسلامی امارت له مسئولینو مو غوښتنه دا ده،چې دغه لارې بېرته ډېر ژر جوړې کړی.))د پکتیا د اقتصاد رئیس انور راشد وایی:ولایتی اداره هڅه کوی،چې د پکتیا لپاره ځانګړې شوې بودیجه انتقال او د لویو لارو او پلونو پر جوړولو یې ولګوی.راشد زیاتوی: ((لکه څنګه چې سږ کال د اسلامی امارت بودیجه تصویب شوه او بودیجه یې له خپلو عوایدو وه، نو په دې کې هغو مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. د کابل او ګردیز سړک ډېر تخریب شوی دی،د پټان سړک تخریب شوی، د زرمت سړک خراب شوی. نو موږ لومړی هڅه کوو،چې دا بودیجه دغو برخو راجلب کړو.)) راشد همدا راز وایی: اسلامی امارت په پام کې لری،پکتیا ته له ځانګړې شوې بودیجې د یو شمېر هغو پروژو چارې بېرته پیل کړی،چې له تیر یوه کال راهیسې ځنډیدلی دی. وروستیو سېلابونو په پکتیا کې سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې تخریب کړل او ولایتی ادارې پر مرستندویه بنسټونو غږ  کړی،چې سېلاب ځپلو سره دې بېلابېلو برخو کې مرستې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید