د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په سویل کې د پکتیا یو شمېر اوسېدونکی وایی: که څه هم د تېلو بیو کې په نسبی ډول کموالی راغلی، خو په خبره یې،موټر چلوونکی لاهم ترې بېلابېلو سیمو ته ډېره کرایه اخلی .دوی وایی: ترانسپورت ریاست دې ولسوالیو او نورو ولایتونو ته د سورلۍ موټر کرایې کنټرول کړی.د پکتیا اوسېدونکی وایی: (( تېل ارزانه شوی،خو کرایې تر اوسه لوړې دی. زموږ هیله دا ده،چې د بېلابېلو سیمو په کرایو کې دې کموالی راشی.))د پکتیا بل اوسېدونکی بیا وایی: ((زموږ غوښتنه دا ده،چې د مخکې پرتله د تېلو بیې کمې شی، خو کرایې هماغه ډول اخېستل کېږی. زموږ غوښتنه دا ده،چې په کرایو کې کموالی راشی.))موټر چلوونکی وایی : د تېلو لپاره ځانګړې نرخنامې نشته ، په خپلسری ډول پلورل کېږی او له همدې کبله د بېلابېلو سیمو کرایو کې کموالی نه دی راغلی.پکتیا کې موټر چلوونکی وایی: (( له ښاروالۍ مو غوښتنه دا ده،چې د تیلو لپاره دې نرخنامه وټاکی، تیل یوه پمپ کې په یوه او بل کې په بله بیه پلورل کېږی.))په پکتیا کې بل موټر چلوونکی بیا وایی: ((تیل نورو ولایتونو کې آرزانه دی،خو په پکتیا کې یې نرخنامه نشته ، پمپ واله وایی : همدا نرخ ښاروالۍ ورکړی،نو له همدې کبله موږ تر اوسه کرایې نه دی ارزانه کړی.))د پکتیا ترانسپورت ریاست سرپرست محمد عمر هم منی،چې د تېلو بیو په را کمېدو سره یو شمېر سیمو ته د سورلۍ موټرو کرایو کې کموالی نه دی راغلی،خو پر وینا یې چې نږدې راتلونکې به یې په اړه اقدامات وشی .عمر زیاته کړه: ((مخکې چې د تیلو بیې لوړې شوې، کرایې هم لوړې شوې،خو اوس چې د تېلو بیې په نسبی ډول راکمې شوی، نو موږ په پلان کې لرو،چې کرایې عادی حالت ته راولو. ولایت سره مو موضوع شریکه کړې ده.))ولایت مقام وایی: ښاروالۍ ته د خوراکی او نورو توکو او د تېلو د بیو کموالی مسئولیت سپارل شوی،چې تر ډېره حده یې بازار کنټرول کړی او ترانسپورت ریاست به هم د سورلۍ موټرو د لوړو کرایو مخه ونیسی.