د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ټولې پښې په اوږدو کې یوه عصبی رشته،چې په لاتین ورته سیاتیک sciatic nerve او د خلکو په ساده اصطلاح ورته د زنګون رګ یا کله کله غوایی رګ هم وایی،خو په اصل کې خپله دا یوه غټه عصبی رشته ده.
دا غټه عصبی رشته له خاصره لګنه شروع کېږی د پښو په شاتنۍ برخه او د زنګون په اوږدو کې ادامه لری د پښو د تلی یا د پنډۍ تر برخې پورې رسېږی.
د دې عصبی رشتې درد د سیاتیک درد په نامه هم یادېږی.
عموماً د سیاتیک ناروغان خپل شکایت داسې بیانوی ((له ملا څخه مې درد پیل شی دا درد بیا د زنګون په اوږدو د پښې د شاتنۍ برخې تر تلې پورې ادامه لری.)) دا د همدغه سیاتیک یا د زنګون د عصبی رشتې درد دی.
سببونه یې:
ـ کېدای شی په ستون فقرات کې عصبی رشتې تاوانی شوې وی.
ـ ممکن د شکرې د ناروغی له کبله وی.
ـ د ارام مغز له التهابه هم رامنځته کېدای شی.
ـ په خاصره لګن کې د هډوکو د خرابېدو له امله هم پیدا کېدای شی.
ـ په ورون یا کوناټی کې د غلطې بیچکارۍ د لګېدو په وجه هم کېدای شی.
ـ د بې نظمه حرکت له کبله هم کېدای شی.
نښې نښانې:
ـ د زنګون شخوالی او درد
ـ په زنګون کې بې حسی
ـ له ملا تر تلې پورې درد
ـ په ناسته یا ولاړه کې د زنګون درد
ـ د کار کولو په وخت کې چې کار اوږد وخت ونیسی درد ورپیدا شی
تداوی: استراحت ، د ډاکتر یا فزیوتراپیسن له سپارښتنې سره سم فزیکی تمرین، د درد درملنه ، په ملهمو غوړول او ماساژ یا چاپی کول.