د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلی، د دوی یو مخکښ غړی عارف وزیر له برید وروسته په روغتونو کې د ټپونو له کبله سا ورکړې ده.ددغه غورځنګ یوه مشر محسن دوړ پر ټوېټر لیکلی: (( د زړه له تله خپه یو چې زموږ یو ملګری عارف وزیر د ټپونو له کبله ساورکړه. د نوموړی پلار او ورو هم څو کاله مخکې اورپکو ووژل. علی وزیر د ترهګرو له خوا ووژل شو.پر عارف وزیر د تېرې جمعې په ورځ ماښام د واڼه په غوایی خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت ټپی شوی او روغتون ته لېږدول شوی و.خیبر پښتونخوا کې سیاسی او مدنی فعال افراسیاب خټک پر ټوېټر لیکلی، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره یې د عارف وزیر د مړینې له کبله غمشریکی کړې ده. دی وایی: دا د عارف د کورنۍ ۱۸غړی دی چې وژل کېږی.عارف وزیر د علی وزیر د تره زوی دی، چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې تر ټولو زیات زندانونه تېر کړی دی.علی وزیر په غږیز پیغام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مینه والو غوښتی چې له زغمه کار واخلی او تاوتریخوالی ونه کړی.وړاندې محسن دوړ د واڼه د ملکی روغتون د ډاکټرانو له خولې ویلی وو، د عارف وزیر یوه مرمۍ په سر او یوه په غاړه کې لګېدلې ده.بل خوا د افغانستان د ملی امنیت پخوانی مشر او تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید رحمت الله نبیل د عارف وزیر د مړینې په تړاو پر ټوېټر هغه د عدالت غوښتنې د لارې یو ریښتینی مبارز بللی دی.