د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د بشری حقونو فعاله او د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښه ګلالۍ اسماعیل له پاکستان څخه امریکا ته تللې ده.آغلې ګلالۍ دا مهال په امریکا کې ده او د تګ په هکله یې ډېر مالومات، ځکه نه دی ورکړل شوی، چې کورنۍ ته خطره پېښېدای شی.دا وایی: له پاکستان څخه امریکا ته په تګ کې ورسره ملګرو ملتونو مرسته کړې.ګلالۍ په مې میاشت کې وروسته له هغه په اسلام آباد کې لادرکه شوه، چې کله یې د پاکستانی چارواکو او استخبارتی ادارو خلاف خبرې وکړې او پاکستانی چارواکی یې په دې ګرم وبلل، چې په پښتون مېشتو سیمو کې په لوی لاس ناامنی خپروی.پاکستانی چارواکو د ګلالۍ له دې خبرو وروسته څو ځلې د هغې پر کور چاپه ووهله، خو دا په لاس ور نه غله.ګلالۍ اسماعیل چې د تېر کال (۲۰۱۸) میلادی کال د اکتوبر پر ۱۲مه په لندن کې د هیومنسټ انټرنېشنل په غونډه کې له ګډون وروسته پاکستان ته ستنه شوه، نو د اسلام آباد په هوایی ډګر کې ونیول شوه او له هغې پاسپورت واخیستل شو. پاکستانی چارواکو له هېواده د هغې پر وتلو هم بندیز ولګاوه. پر هغې تور پورې شوی و، چې د پاکستان پر ضد یې کارونه کړی. وروسته د اسلام آباد عدالت د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۴مه د هغې نوم د ممنوع الخروج کسانو له نوملړه د ایستلو امر وکړ، خو پر دې سربېره د ګلالۍ پر ضد نوی د سیسې جوړې شوې چې په پایله کې هغه مجبوره شوه چې ځان پټ کړی.د ګلالۍ پلار پروفېسر محمد اسماعیل وړمه ورځ مشال راډیو ته ویلی، خوشحاله دی ،چې لور یې راڅرګنده شوه خو زیاتوی، خبر نه و لور یې چېرې ده.(( د پاکستان حکومت وینا کړې وه چې ګلالۍ اسماعیل له دوی سره بندی ده. دا خبره د پاکستانی چارواکو ملګرو ملتونو ته لیکلې وه. موږ ته دا معلومه نه وه، چې دا دومره دروغجن چارداکی دی. له دې وړاندې یې پرتلوېریون او راډیوګانو هم خبرونه خپاره کړې و، چې ګلالۍ یې په پېښور کې نیولې ده، چې موږ معلومات وکړل، نو هغه یې نه وه نیولې او هغه له ملګرو سره پټه وه. پاکستانی چارواکو چې بیا کله ملګرو ملتونو ته ولیکل، نو موږ شکمن شو، ځکه له ګلالۍ سره زموږ رابطه نه وه.))آغلې ګلالۍ په صوابۍ کې زېږېدلې ده او د بشری حقونو په برخه کې د فعالیت ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښه هم ده.