روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پولیو ضد واکسین سراسری کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، چې په ټول هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف په همکارۍ پیل شو.

دغه وزارت زیاته کړې، دغه کمپاین د غبرګولی دویمه پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۹،۹ میلیون افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکی ورکړل شی.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه خپره کړې اعلایمه کې ویلی، دا په روان کال کې د پولیو واکسین څلورم پړاو سرتاسری کمپاین دی چې تر سره کېږی. سرچینه زیاتوی، د پولیو ضد واکسین کمپاین سره هم مهاله له شپږو میاشتو څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته دناروغیو په مقابل کې د بدن معافیت لوړولو لپاره (A) وېټامین هم ورکول کېږی.

خبرپاڼه وایی، په دغه کمپاین کې هغه سرد سیره ولایتونه هم شامل دی، چې تر دې مخکې د پولیو واکسین ضد کمپاین څخه پاتې شوی و.د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس افغانستان د پولیو ناروغۍ ورک کېدو ته نږدې شوی او په خبره یې د روان میلادی کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله یوازې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبت پېښه ثبت شوې ده.یاد وزارت ویلی ،چې د دغه یوې مثبتې پېښې ژنیتیکی رېښه د پاکستان د کوېټې د پولیو مثبت ویروس سره تړاو لری.تیر میلادی کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوی شوی وې چې درې یې په کندوز او یوه یې په غزنی کې ثبت شوې وه.په ورته وخت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې په ټول افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ضد او ویټامین (A) کمپاین پیل شو.  یونیسف له ټولو والدینو څخه غوښتی چې خپل ماشومان واکسین کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید