روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پوتین له لوری د اوکراین په جګړه کې د غرب ملامتیا

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جرمنی کې د نازیانو پر ضد د پخوانی شوروی اتحاد د جګړې د بریا د ۷۷مې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې ستره غونډه او پوځی جشن کې وویل ،چې روسی سرتېری یو ځل بیا د روسیې د امنیت لپاره جنګېږی.په دغو مراسمو کې چې د مسکو په سره میدان کې جوړ شوی وو، شاوخوا ۱۱ زره روسی سرتېرو ګډون کړی و. سربېره پر دې د روسیې په نووسیبیرسک او ولادیواستوک ښارونو کې بیا پوځی بریدونه ترسره شوی دی.په دغو مراسمو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وینا مهم ټکی تر ډېره د اوکراین پر جګړې را څرخېدل.

ممکن است شما دوست داشته باشید