د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ارګ_ هېواد : د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د پنجشېر له والی سره په کتنه کې په دې ولاىت کې د وروستۍ طبىعی پېښې زىانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د پنجشېر د سىمه ىىزې ادارې د اجرااتو راپور واورېد.د پنجشىر والی ووىل: په پشغور او شاوخوا سىمو کې د تګ راتګ وضعىت بېرته عادی شوى او ګومارل شوى کمېسىون د وضعىت په مدىرىت کې برىالى شوى. هغه زىاته کړه، د کرنې او مالدارۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو څخه جوړ پلاوی زىانمنې سىمې ته سفر کړى او موضوع ىې څېړلې.طبىعی پېښو ته د رسىدنې ادارې رییس ووىل: په پنجشېر کې د طبىعی پېښې له امله ۲۰۰زىانمنو کورنىو ته په دوو پړاونو کې نقدی او د خوړو مرستې شوی دی.دغه راز، د لوړو زدهکړو، کرنې او مالدارۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو استازو هم په پنجشېر کې د خپلو اړوندو وزارتونو د اقداماتو راپور وړاندې کړل.په دې غونډه کې د پنجشېر ولاىت انکشافی طرحه چې اقتصادی لار نقشه، چاپېرىال، کرنه او مالداری، ښه حکومتوالی، پانګونه، د تورىزم فرهنګ او کانونه په کې شامل دی د هغه ولاىت د والی له خوا مطرح شوه.د هېواد جمهوررییس د پنجشېر ولاىت د وروستۍ طبىعی پېښې زىانمنو ته د بىړنىو اقداماتو د ترسره کېدو له امله د دغه ولاىت د محلی مقاماتو قدردانی وکړه وې وىل: دغه ولاىت ته په سفر کې مې زىانمنو شوىو ته د سرپناه ژمنه کړې وه چې د ښار او کور جوړولو وزارت له لارې عقىبېږی.جمهوررییس په پنجشېر کې شته سرچىنو ارزښت ته په اشارې ووىل:د محلی شوراګانو سره په مشورې او د هغوى له لىدلوری څخه په استفادې دې د دغه ولاىت پر انکشافی طرحې کار وشی.