روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پستې د ځنګلونو رغاول او د کرنیز بهیر وده او مدرنیزه کول یو لومړیتوب دى

افغانستان دخپل ښه جغرافیایی موقعیت اودخدای (ج) ورکړیو ډول ډول کانی زېرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعی اوبو دشتون اودیوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه بډاى هېواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو دنه شتون  له کبله دهېواد بزگران ، بڼوال او مالداران له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړېدو لپاره د سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډېره اړتیا لیدل کېږی اوپه دې برخه کې دافغانستان داسلامی جمهوری دولت او پانگوالو پاملرنه حتمی او ضروری ده ، دیادونی وړده، چې په هېوادکې د ډله ییزوخپرندویوسرچینو په حواله په دې وروستیو کې ویل شوی ، چې تېر کال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت توانېدلى ، چې په پنځو ولایتونو کې د پستې (۱۲۰) هکټاره ځنګلونه احیا کړی د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو ریاست د چارواکو له قوله ویل شوی ، چې دغه ځنګلونه  د هرات، بادغیس، تخار، سمنګانو او بدخشان په ولایتونو کې (۲۴) کورنیو ته د (۲۴) وړو عایداتی پروژو په پلی کولو سره احیا شوی، هغه عایداتی پروژې، چې د پستې د ځنګلونو د احیا په موخه د کورنیو لپاره په لاره اچول شوې وې د څارویو له ډلې د غوا، وری او وزو وېش، د استنادی دېوالونو جوړول، د پستې د څنګلونو څلور خواوې کیندل او دڅارویو خوراکی توکی چمتو کول په کې شامل دی ، د ده په وینا په (۱۲۰) هکتاره احیا شوې مځکه کې به د پستی له ۶۰ تر (۸۰) زره ونې وروزل شی چې د شمېرو له مخی، تر راتلونکو (۱۰) کلونو به له احیا شویو سیمو څخه (۲۱۰) متریک ټنه د پستې حاصلات په لاس راشی ، همداراز د کرنې وزارت د ځنګلونو ریاست په پام کې لری، چې په روان کال کې په هغو ولایتونو کې ،چې د پستې ځنګلونه لری د(۶۰) کورنیو له خوا دپستې د نیالګیو د تولید (۶۰) قوریې هم احداث کړی، چې پر هرې کورنۍ د قوریې جوړولو اړین توکی وېشل کېږی او هغوی ته مسلکی روزنه هم ورکول کېږی. د دې پلان پر اساس به (۲۴۰) زره د پستې نیالګی تولید شی، چې په ایښودلو سره به یې د پستې (۳۰۰) تخریب شوی ځنګلونه د ځنګلدارۍ د ټولنو له خوا بیاورغول شی او د دې ترڅنګ د (۶۰) کورنیو لپاره دوامداره دندې هم برابرېږی. پسته دغذایی اهمیت ترڅنګ د هېواد یو مهم صادراتی توکى او د سیمه ییزو ټولنو یوه مهمه عایداتی سرچینه ده. د سیمې د اوسېدونکو له خوا په کلنی ډول (۳۰) زره متریک ټنه پسته را ټولېږی او څه باندې زر ټنه پسته بهرنیو هیوادونو ته صادرېږی.

له شک پرته چې په هېواد کې د پستې د ځنګلونو احیا کول یو غوره اقدام دى او افغان ولس هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو ریاست دغه اقدام ستایی او په نور ولایتونو کې یې هم  د ورته اقداماتو هیله لری ، ددې ترڅنګ په ټولیزه توګه په هېواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې دافغان حکومت دکاری اوسیاسی لومړیتوبونو په سرکې ځای لری اودافغانستان داسلامی جمهوری دولت مشرتابه او اړوندو مسوولو چارواکو هم د هېواد د کرنې دپراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې تریوحده لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړی اولاهم په دې هڅه کې دی چې د نړۍ د مرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې راجلب اودیوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهېواد دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هېوادکې د موجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوی چی پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیااوله بلې خوا د هېواد داقتصاد د پرمختګ لپاره زمینه برابره شی ، همداشان لازمه ده، چې د حکومت له لوری د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هېواد دموجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشی. یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهالی ، منځ مهالی او اوږدمهالی پروگرامونه جوړ شی چې د هېواد په کرنیز سکتوراوپه ټولیزه توگه  د هېواد داقتصادی بنسټونو دپیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې راونغاړی. البته دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی په خپلوویناووکې دکرنی دسکتور په پراختیا اود موجودو اوبو پرښه مدیریت تاکید کړى ، دافغانستان کابو اتیا سلنه خلک پرکرنیزو چارو بوخت دی ، خو داوبو،سربندونو، کانالونو اوپرمختلفو کرنیزو وسایلو دکموالی له امله نه دی توانېدلی چې دغلو دانو له پلوه داهېواد پرځان بسیاکړی ، دیادولو وړده چې زموږ په هېواد  کې دامنیتی ننگونو ترڅنگ ، بیکاری اوبې روزگاری هم هغه  ستونزه ده چې ډېرهېوادوال ورسره لاس او گریوان دی چې ددغې ستونزې د مخنیوی له پاره هم دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هېوادکې دکرنې ، بڼوالۍ او مالدارۍ دسکتور هراړخیزې ودې ته لاهم ډېرپام ورواړوی او هم دې په هېواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسی ، چې په ټولیزه توگه په دغه بهیرکې گڼ شمېر هېوادوالو ته دهمېشنی کاراوسالم روزگار زمینه برابره شی او دوى ټول په کوردننه بوخت شی ،چې له امله یې دکرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کې جگړه ځپلى افغانستان ډېر ژر خودکفا  اوله هره پلوه پرځان متکی او دبهرنیو له احتیاج څخه وژغورل شی .

شاه محمود دروېش

ممکن است شما دوست داشته باشید