روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پاکستان د یرغل په وړاندې د افغانانو درېدل

له کله راهیسې چې د طالب په ګډون د پاکستان ملېشو او د سیمې او نړۍ ترهګریزو شبکو د افغانستان پر یو شمېر ښارونو بریدونه پراخ کړی او په لویه کچه یې ځایی وګړی له بشری ناورینونو سره مخ کړی، نو په کور د ننه او په نړیواله کچه د دغو یرغلګرو پرضد افغانانو غږ پورته کړی او دا غږ بیا نړیوالې ټولنې او نورو سازمانونو ستایلی دی.

د طالب په جامه کې د پاکستان د دغه یرغل او د افغانستان پرضد د پاکستان د مخامخ جګړې پر ضد اوس ټول افغانان سره یو موټی شوی دی، افغانان له څو شپو راهیسې د خپلو اتلو ځواکونو او د خپل نظام په ننګه د یرغلګرو پرضد د [الله اکبر] ناره اوچته کړې ده، دا ناره یوازې د افغانستان په ښارونو کې ایساره نه ده، بلکې د نړۍ په لویو ښارونو او پلازمېنو کې هم افغانانو د دغو یرغلګرو پرضد دا غږ پورته کړی دی، نږدې هره ورځ بهر مېشتی افغانان د پاکستان سفارت او قونسلګریو مخې ته لاریونونه کوی او همدا رنګه د ملګرو ملتونو د استازولیو مخې ته راټولېږی او د پاکستان د یرغل د مخنیوی غوښتنه کوی.

د افغانانو دا اعتراضونه تازه په فرانسه، جرمنی، ناروې، کاناډا او د امریکا په لاس انجلس ایالت کې شوی دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد یې غږ پورته کړی دی. لاریونوالو د جمهوریت او افغان ملی امنیتی ځواکونو په ملاتړ شعارونه پورته کړی او  همدا رنګه پر افغان طالبانو غږ کوی چې له جنګی جنایتونو لاس پر سر شی.

دوی پر پاکستان توندې نیوکې کوی چې ژر تر ژره د افغانانو پرضد له نا اعلام شوې جګړې لاس واخلی او د ترهګرو د پټنځایونو په بندولو سره دې په افغانستان کې روانې نیابتی جګړې ته د پای ټکی کېږدی!

که پاکستان د خپلو ملېشو او ترهګرۍ پر مټ د افغانانو پرضد له دې جګړې لاس وانه خلی، نو افغانان به د پاکستان د دې جګړې پرضد نه یوازې لاریونونه پراخ کړی او له نړیوالې ټولنې به په پرله پسې توګه غوښتنې کوی، چې په افغانستان کې د روان انسانی ناورین د مخنیوی لپاره اقدام وکړی، بلکې افغانان به خپله هم د پاکستان د یرغلګرو پرضد وسله پورته کړی!

په هرات  کې هراتی خویندو ګواښ کړی، چې د دغو یرغلګرو پرضد د جګړې لیکو ته ځی! همدا رنګه د افغانستان ملی شورا او د ولایتی شوراګانو استازو چې هر یو یې زرګونه پلویان لری، د افغان ځواکونو او خپل نظام د دغه دښمن پرضد را پورته شوی دی او ډېر یې دې مخامخ جګړې ته ستانه شوی دی، د افغانستان د جهاد رهبران او قومندانان هم د پاکستان د یرغل پرضد او د خپل هېواد او نظام په ننګه را پورته شوی او په جګړه کې دی!

دا د افغانانو هغه ملی شور او ملی ځواک دی، چې تل یې د بهرنی یرغلګر پرضد ښکاره کړی دی او په ملی یووالی یې د دښمن تر پښو لاندې دا سپېڅلې مځکه او دا ویاړلې خاوره سور اور ګرځولې او ماتې خوړلی یې ستانه کړی دی. پاکستان به هم اوس پوه  شوی وی، چې له داسې اتل ملت سره یې جګړې ته زړه ښه کړی دی!

افغان ولس ناچاره دی، چې د خپل هېواد، خپلو ملی ګټو او خپلو نوامیسو په دفاع کې را ولاړ شی او دښمن ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړی، ځکه د طالب تر عنوان لاندې په دې جګړه کې افغانان له خپل تاریخی او قسم خوړلی دښمن سره مخ شوی دی! دغه دښمن نه یوازې یرغل کړی، بلکې جنایتونه یې هم ډېر ستر دی، چې باید ورسره په نړیواله تیږه حساب کتاب وشی!

ملګری ملتونه، د بشری حقونو سازمانونه او دغه راز د اسلامی همکاریو سازمان هم د دغه یرغل غندنه کوی او د دښمن له خوا دا بشری جنایتونه نه یوازې چې غندی یې، بلکې ثبت کړی یې دی او ډېر ژر به یې په نړیواله محکمه کې وړاندې کړی.

په دغه راز حالت کې افغان طالبان نه د سولې پرېکړه کولی شی او نه هم د جګړې د بندولو یا اوربند واک او اختیار لری، بس ملی تاسیسات، د ملت شتمنۍ او د ملت سر او مال ته سخت زیاتونه اړوی، خو دا یرغل به ډېر ژر له ماتې سره مخ کړای شی، دا  د افغانانو په وړاندې یرغل دی او د هغه ملت په وړاندې یرغل دی، چې تل یې په کې خپله بریا خپله کړې ده!

که ملګری ملتونه، د بشری حقونو نړیوال سازمانونه او د امریکا په شمول ناټو او د افغانستان دوست هېوادونه په ځانګړې توګه نړیواله ټولنه د پاکستان د دغه یرغل مخه ونه نیسی او د پاکستانی ترهګرۍ ځالې له منځه یونه سی، نو وېره ده، چې ترهګری به په نړیواله کچه بیا خطرونه را پورته کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید