د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونه وایی، د سپىن بولدک، مىرانشاه او تورخم دروازې، چې د پاکستان له لوری د دوه نورړ اونىو لپاره تړلې پاتې شوی افغان سوداګر ىې له لوى تاوان سره مخ او د خوراکی توکو بىې ىې لوړې کړې دی.د دغې خونې د چارواکو په وىنا د لارو بندىدل ىوه لوىه اقتصادی ضربه ده او له کبله ىې افغان سوداګر هره ورځ دوه ىا دوه نىم مىلىونه ډالر زىان کوی او اوس مهال ىې اته زره موټر په دواړو دروازو کې بند دی.د افغان ـ پاک سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزى تاند ته وایی، په هىواد کې سوداګرو د دوه مىاشتو لپاره د توکو د ذخاىرو له لارې خوراکی توکی برابرولاى شول خو اوس دغه ذخاىر هم د لارو د بندښت د دوام په صورت کې زىات کفاىت تنشی کولاى:((د خوراکی توکو بىو د لوړېدو مخنىوی باىد وشی اوحکومت باىد د دغو بىو مخنىوی او د تورخم دروازې د خلاصېدو لپاره هڅې وکړی.))الکوزى واىی، پاکستان د ىوې ورځې لپاره د سپىن بولدک دروازه پرانىستې وه چې ىوازې ۸۰ سوداګرىز موټر پرې راواوښتل خو بىرته ىې دا دروازه وتړله.بلخوا د روغتىا په چارو کې د پاکستان د لومړی وزىر عمران خان ځانګړی استازۍ معىد ىوسف هم وىلی چې د هىواد شرقی او غربی ټولې پولې به ىې دوه اوونۍ نورې هم تړلې وی او د اپرىل تر ۴ مې به دغه هىواد ته ټول نړىوال پروازونه هم بند وی.په ورته مهال ىوشمېر هغه افغانان هم چې پاکستان ته د درملنې او ځىنو نورو ستونزو لپاره تللى اوس د ډىورند کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دی او ګڼو ستونزو سره مخ دی.د دوى د کورنىو غړی واىی، چې د پاکستانی پوځ له لوری ځورول کىږی او د اوسېدو د ځاى کرایې پرې لوړې شوې دی ىا هم له هوټلونو اىستل شوی او پر سړک شپې کوی.پاکستان د تورخم دروازه، مىرانشاه لار او د سپىن بولدک لاره په داسې حال کې د دوه نورو اونىو لپاره بندوی چې افغان حکومت کابل د درىو اونىو لپاره قرنطىن اعلان کړى او د نورو ښارونو له مېشتو یې غوښتنه کړې چې په کور کې واوسی.