د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ د پاچا خان د نړیوال علمی سیمینار د جوړولو کمېټې شپږمه غونډه پرون جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهیر په دې غونډه کې په ښه ډول د سمینار پر جوړولو چې بهرنی میلمانه هم ورته رابلل کېږی ، ټینګاروکړ.
د کمېټې غړیو د چاپ لپاره د کتابونو د عنوانونو د ټاکنې او د بهرنیومیلمنو د بلنې پر څرنګوالی خبرې وکړې .
باید وویل شی چې د دغه علمی سمینار د جوړولو د نیټې پریکړه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه .