روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پاشدان بند کارونه په بشپړېدو دی

د ریاست‌الوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر آخوند په مشرۍ د اقتصادی کمېسیون ۲۶مه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دېغونډه کې د ((هلمند نوشیروان د مرمر ډبرو شرکت)) له لوری پر اوږدمهالې پانګونې، په مرکزی سیلو کې د زرګونو میټریک ټنه نخودو په پروسس او همدارنګه د پاشدان بند د پاتې کارونو پر بشپړولو مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.د اقتصادی کمېسیون په دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د سوداګرو یو ګډ پلاوی ته لارښوونه وشوه،چې ازبکستان ته رسمی سفر وکړی. اقتصادی کمېسیون همدا راز له هراړخیزې ارزونې وروسته پر نویو جوړېدونکو تېل پمپونو باندې (( د افغانستان د نفتو او ګاز دولتی شرکت))له لوری جوړ شوی توحیدی طرزالعمل هم د تطبیق وړ وباله.

ممکن است شما دوست داشته باشید