روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پاسپورت ریاست: جعلی پاسپورتونه چاپ شوی، د پیسو په بدل کې وېشل کېږی

 

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومی ریاست وایی: په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په ګاونډیو هیوادونو کې د پاسپورت جعلی کتابچې چاپ کړی او د پیسو په بدل کې پر خلکو وېشی.دغه ریاست د دوشنبې په ورځ په اعلامیه کې ویلی : یو شمېر کسان د اسلامی مارت د استخباراتو سرتېرو له خوا په دې اړه نیول شوی او څېړنې ورڅخه روانې دی.خبرپاڼه کې راغلی: د نیول شویو کسانو د اطلاعاتو او اعترافاتو له مخې، هغوی په ګاونډیو هیوادونو کې د پاسپورت سپینې کتابچې چاپ کړی او په قاچاقی ډول یې افغانستان ته راوړی دی. د پاسپورت ریاست نه ده روښانه کړې چې دغه سپینی کتابچې په کوم ګاونډی هیواد کې چاپېدلې. سرچینه وایی: دغه کتابچې نه یوازې داچې د پاسپورت په اداره کې ثبت او راجستر نه دی، بلکې جعل یې په ډیرې اسانۍ سره پیژندل کېږی.د پاسپوری ریاست خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول پاسپورت لرونکو کسانو سره به د مخامخ کېدو په صورت کې به جدی چلند وشی.د پاسپورت عمومی ریاست له پاسپورت اخیستونکو غوښتی، چې باید د کمېشنکارانو او جعل کوونکو له خوا فریب ونخوری او هېچا ته دې ته د جعلی پاسپورت تر لاسه کولو په بدل کې پیسې نه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید