روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټرمپ مشاور : ولسمشر په ډېرې سختۍ ساه اخلی او ستونزه یې جدی ده

پر کورونا ویروس د ټرمپ تر اخته کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ویلی، چې د هغه روغتیایی وضعیت ښه دی، خو سی ان ان بیا د ولسمشر د تنفسی ستونزې په اړه راپور ورکړی دی.سی ان ان د خپل خبریال جیم اکوسټا له قوله ویلی: (( شېبه وړاندی یې د ټرمپ د انتخاباتی چارو له یو مشاور سره خبرې کړې او هغه ورته ویلی، چې ټرمپ په ډېره سختی ساه اخلی او ستونزه یې جدی ده.))د ټرمپ مشاور ویلی: هغه اوسمهال د روغتون په بستر کې ستړې ستړې ساه اخلی او وضعیت یې ډېر ښه نه برېښی.د یادونې ده، چې ټرمپ او مېرمن یې ملانیا ټرمپ وړمه ورځ په کورونا ویروس اخته او روغتون ته لېږدول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید