روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټرمپ له خوا د سولې د خبرو د لغوه کېدو اعلام  او وروستى سىاسی بهىر

سمېع الله سمېع

نولسمه برخه

امرىکا د افغانستان پرجګړې زىاتې پىسې لګولې دی:

دامرىکا ولسمشرىزو ټاکنو ته نوماند اووتلی سناتور برنی سنډرز وىلی: په افغانستان کې دامریکایی ځواکونو حضور بې ګټې دى.  نوموړی په ىوې تلوىزىونی مناظره کې ووىل: امریکا پردې اوږدې جګړې په مىلىاردونو ډالره مصرف کړی دى، خو هېڅ ګټه ىې نه ده کړې، نو له همدې امله نور باىد بې معنا جګړې ته دپاى ټکى کېښودل شی او هڅه وشی، څو امرىکایی ځواکونه هرڅومره ژرله دې هېواده واىستل شی.

طالبان باىد له افغان حکومت سره دسولې خبرې  وکړی:

د ۱۳۹۸ ل کال  دوږی په ۲۳  تمه د شنبې په ورځ ولسمشر محمداشرف غنی دخپل کمپاىن لپاره کندهار ته ولاړ. ولسمشر په هغې غونډه کې چې دده دکمپاین لپاره جوړه شوې وه، وىنا وکړه او له طالبانو څخه یې ىوځل بىا وغوښتل چې له
ا فغان حکومت سره دسولې خبرې وکړی.

غنی ووىل :پرده تورونه دی ،چې دسولې دخبرو مخالفت یې کړى دى، خو په اصل کې یې دسولې په برخه کې هلې ځلې کړی دی. دى وایی : سرله اوسه  که طالبان سوله کوی ، نو دوى چمتو دی او دافغانستان په هر ولاىت کې چې وغواړی ،دافغانستان داسلامی جمهوریت په چوکاټ کې سوله ورسره کوی.

ولسمشر دغه خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د طالبانو درې کسىز پلاوی دعباس ستانکزی په مشرۍ په مسکو کې له روسى چارواکو سره دافغان سولې په اړه خبرې کولې.

په عىن حال کې دامریکا دجمهوری غوښتونکی ګوند سناتور ګراهام چې د ټرمپ ملاتړى سىاستوال دى ، له ټرمپ اونړیوالې ټولنې څخه غوښتی ،چې په افغانستان کې له ولسمشرىزو ټاکنو څخه
ملاتړ وکړی.

نوموړی بىاهم وىلی دی، چې پرطالبانو دسولې په هوکړه کې باور نه شی کېداى.

مسکو ته د طالب پلاوی سفر:

دوږی په ۲۲ تمه دسپټمبر په ۱۳مه دجمعې په ورځ طالب پلاوی دشېرمحمدعباس ستانکزی په مشرۍ مسکو ته سفروکړ، په دغه سفر کې د قطر ددفتر وىاند سهىل شاهىن او ملا حنفی هم له ستانکزی سره ملګرى وو.

روسی رسنىو مسکو ته په پټه  دقطر له دوحې د طالب مشرانو د ورتګ خبر افشا کړ. د رسنىو په حواله طالبانو له روسى چارواکو غوښتی چې له امریکا سره یې دخبرو دبیا پیلولو لپاره منځګړیتوب وکړی.  طالب پلاوی دافغانستان په چاروکې د روسىې له  ځانګړی استازی ضمىرکابلوف سره دافغان سولې دنهم پړاو خبرو په اړه خبرې وکړې.

ناټو: تمرکز پرټاکنو دى، نه دځواکونو په اىستلو:

د ناټو لوى پوځی قوماندان جنرال ټاډولټرز ، له امرىکا غږسره په ځانګړې مرکه کې ووىل: لکه څنګه چې د سپټمبر په ۲۸ تمه په افغانستان کې انتخابات کېږی، نو پرېکنده مامورىت به دتل په شان خپل ټول پام د افغان ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو ملاتړ ته واړوی، چې دا اطمىنان ترلاسه شی چې دوى په ټول هېوادکې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمىنه برابره کړی.

نوموړی زىاته کړه: تمرکز پرټاکنو دى،  نه دځواکونو پر اىستلو.

افغانان باىد په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړی:

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوى پلاوی ىوناما پرشفافو

او باور وړ ټاکنو ټینګار کړى دى.  دیوناما مشر تدامیچی یاماموتو د وږی په ۲۵تمه د دوشنبې په ورځ ویلی: رایه ورکول یوازې دمدنی مسوولیت خبره نه ده ،بلکې په افغانستان کې د لاس  ته راوړنو دساتنې او له سوله ییزو سیاسی  پروسوڅخه د ملاتړ ښودلو
لاره ده.

یوناما دافغانستان له عالمانو غوښتې چې خلک په راتلونکو انتخاباتوکې رایې ورکولو ته وهڅوی.

په خپله افغانان هم باید په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړی.

یوناما دانتخاباتو پرکمېسیون غږکړی،چې شفافواو عادلانه انتخاباتو ته لاره هواره کړی.

په دغه وخت کې دکورنیو چارو وزارت د ټاکنو دامنیت لپاره ۷۲ زره پوځیان مؤظف کړی وواو ویلی یې وو چې امنیتی ځواکونه د راى ورکوونکو دامنیت لپاره پوره چمتووالی لری.

په یوه ورځ دوه خونړی بریدونه:

دوږی په ۲۶ تمه دسپټمبر په ۱۷ مه دسې شنبې په ورځ د چاریکارو دجنګل باغ په سیمه کې په داسې حال کې چې محمداشرف غنی له خپل ټیم سره دچاریکارو دخلکو پروړاندې وینا کوله ، دیوې بجې په شاوخواکې ددوو موټر سایکل سپرو له خوا ځانمرګى برید وشو. په دغه برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۳۸ تنه ټپیان شول. ددغه برید پړه طالبانوپه  غاړه واخیسته.

همدارنګه په همدې  ورځ په شش درک کې ددفاع وزارت د پېژنتون ریاست په دروازه کې دیو ځانمرګی  برید په ترڅ کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۴۲ تنه ټپیان شول . ددغه برید پړه هم طالبانو پرغاړه واخیسته.

ممکن است شما دوست داشته باشید