روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټرمپ له خوا د سولې د خبرو د لغوه کېدو اعلام او وروستى سىاسی بهىر

سمېع الله سمېع

شپږویشتمه برخه

دهرات په اتم امنیتی کنفرانس کې :

دتلې په ۲۶  تمه دجمعې په ورځ دهرات په ښارکې داختىارالدىن تارىخی کلا ،دهرات داتم امنىتی کنفرانس کوربه وه. په دغه کنفرانس کې دسىمې اونړۍ د ۲۰ هېوادونو لسګونه دیپلوماتان اوسىاستوال راټول شوی وو او دافغان سولې په تړاویې خبرې او بحثونه وکړل. دکنفرانس ځانګړی مېلمه دافغانستان لپاره داروپایى ټولنې استازی رولانډ کوبىا، ووىل: که اوسنى  نظام دوام وکړی ، اروپایی ټولنه به ورسره همکارىوته دوام ورکړی  ، خوکه د طالبانو اسلامی امارت بىا قاىم شی، دا  لړۍ به وشلېږی.

همدارنګه رولانډ بىا دتلې په ۲۸ تمه دىکشنبې په ورځ په کابل کې په ىوخبرې کنفرانس کې ووىل: طالبان باىد لومړى له افغان حکومت سره خبروته کېنی، بىا دې  د طالبانو اوامرىکاىانو مذاکرات پىل شی. نوموړی خبردارى ورکړ، که د طالبانو حکومت بىا په افغانستان کې راوګرځی  ، دوى به د طالبانو ترواکمنۍلاندې له افغانستان سره هېڅ ډول مرسته ونه کړی

نوموړی په خپلو خبروکې ووىل، چې اروپایی ټولنه په افغانستان کې دجمهوریت له نظام پرته بل  نظام نه منی.

کوبىا ووىل، چې  دامریکا اوطالبانو ترمنځ خبرې باىد بىا پىل شی،  د  طالبانو اوامرىکا ترمنځ دمذاکراتو دوام په افغانستان کې سوله  تامینولى  شی. اروپایی ټولنه هڅه کوی ، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوربند ته هم لاره هواره کړی.

له الىس وىلز سره دغنی کتنه:

دتلې په ۲۳تمه دسې شنبې په ورځ ولسمشر  غنی په ارګ کې  دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له مرستیالې مېرمن الىس وىلز سره وکتل. په دغې کتنه کې دسولې، امنىت او ټاکنو او د سىمې داړیکو په اړه  خبرې وشوې.

په دغو خبروکې ولسمشرغنی د ټاکنو د کمېسىونونو پراستقلالىت او  پرېکړو ته یې په درناوی ټىنګار  وکړ.  غنی زىاته کړه : دپاىلو له اعلامه مخکې هیڅ  نوماند باىد د برىا دعوه ونه کړی.

مېرمن الىس وىلز په برىالی ډول  د ټاکنو  پاى ته  رسول وستایل او  له ټولو نوماندانو څخه  یې وغوښتل چې د ټاکنو دکمېسىونونو پایلو او  پرېکړو ته باىد درناوى وکړی  او هېڅ نوماند باىدد پاىلو له  اعلامولو مخکې د برىا دعوه ونه کړی. وىلز د ټاکنو له کمېسىون څخه غوښتنه وکړه، چې په ډېره روڼتیا سره باىد شمېرنه وکړی ا وىوازې بایومتریک شویو رایو ته باىد دمنلو حق ورکړل شی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا پىل کېدل:

په داسې حال کې چې دتلې په  ۱۳ مه په اسلام آباد کې د امریکا داستازی او  طالب پلاوی ترمنځ دافغان سولې په اړه خبرې شوې وې، د جرمنی خبرې آژانس دتلې په ۲۳ تمه خبر ورکړ چې د طالبانو اودامریکا د  متحدو اىالاتو ترمنځ  دسولې مذاکرات ښایی  تر راتلونکو څلورو  اوونىو  پىل  شی. دافغان شخړې  دسوله ىىز حل لپاره به خبرې اترې بېرته له هغه ځایه پىل شی، په کوم ځاى کې  چې یې پایلې پاى ته رسېدلې  وې.

په لندن کې د ناټو غونډه:

دتلې په ۲۲ تمه ددوشنبې په ورځ په لندن کې د ناټو  دغړو هېوادونو په غونډه کې د ناټو عمومی  منشی  ووىل: که چېرته د افغانستان د سولې خبرې له سره پىل شی، نو ناټو یې ملاتړکوی ،نوموړی ووىل: داسې ښکاری چې طالبان په افغانستان کې له دوامدارې  سولې څخه ملاتړ کوی،  نو لازمه ده چې دسولې په همدارنګه موافقه کې له طالبانو څخه معتبر ضمانتونه واخىستل شی.

کابل ته دامریکا ددفاع دوزىر ناڅاپی سفر:

د تلې په  ۲۸ تمه دسپټمبر په ۲۰مه دىکشنبې په ور ځ دامریکا  د دفاع وزىر مارک  اسپر، په ىوناڅاپی سفرکابل ته راغى.نوموړی  دخبرىالانو په وړاندې ووىل: په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته  راټىټېداى شی ، هغه هم پرته له دې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کوم تغىىرراشی. ده زىاته کړه، چې دځواکونو هرډول وتل به له طالبانو سره دسولې د تړون په چوکاټ  کې ترسره شی ،امریکا په افغانستان کې  ۱۴ زره سرتېری  لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید