روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټرمپ له خوا د سولې د خبرو د لغوه کېدو اعلام او وروستى سیاسی بهیر

سمېع الله سمېع

څلېرویشتمه برخه

پاکستان ته د امریکا دکانګرېس د سناتورانو سفر:

یو شمېر رسنیو د تلې په ۱۱ مه خبر ورکړ چې د امریکا دکانګرېس دوو تنو سناتورانو هر یو کریستو فرفان هیلن او میګى حسن پاکستان ته سفر کړی او نوموړی پلاوی د افغان سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی سره خبرې کړی دی. نوموړی پلاوی د تلې په ۱۵ مه د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لوی درستیز جنرال جاوېد قمر باجوه سره په راولپنډۍ کې د افغانستان د سولې اوامنیت په اړه خبرې وکړې، له دې مخکې یې په اسلام آباد کې له عمران خان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې وی.

د طالب پلاوی او د پاکستان صدراعظم ترمنځ خبرې :

د تلې په ۱۱ مه په اسلام آباد کې طالب پلاوی د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل، په دې کتنه کې د افغان سولې په اړه خبرې وشوې. په دغو خبرو کې عمران خان طالب پلاوی ته ډاډ ورکړ، چې د افغان سولې په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.

طالب پلاوی د افغان سولې لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.

په دغوخبرو کې عمران خان د طالبانو  او امریکا ترمنځ د خبرو په پیل کېدلو هم  ټینکار وکړ.

په اسلام آبادکې د طالبانو او پاکستان د چارواکو ترمنځ  د خبرو په اړه طالب چارواکی عبدالسلام  ضعیف چې د طالبانو په واکمنۍ کې په  پاکستان کې د طالبانو سفیر و ، د تلې په ۱۱مه امریکا غږ ته وویل: پاکستان د باور  وړ هېواد نه دی. نوموړی پاکستان ته د طالب پلاوی او زلمی خلیلزاد د سفر په اړه وویل: طالبانو په رسمی ډول په افغانستان کې د سولې  لپاره د امریکا له ځانګړی استازی خلیلزاد څخه د دې ډلې او امریکا تر منځ د خبرو وضاحت غوښتی دی. پاکستان ته د طالب پلاوی د سفر په اړه په  هېواد ورځپاڼه کې (( پاکستان ، د طالبانو یو  طرفه مینه او د سولې نوې لوبه)) ترعنوان لاندې د تلې په ۱۵ مه مطلب خپور شوی چې په دغه مطلب  کې په مفصل ډول د طالبانو پرڅرنګوالی خبرې شوی دی.

د طالب پلاوی او امریکا ترمنځ خبرې:

د تلې په ۱۱ مه د افغان سولې لپاره د امریکا د استازی خلیلزاد او طالب پلاوی ترمنځ په اسلام آباد کې خبرې وشوې. د دغو خبرو په اړه د بهرنیو چارو وزارت استازی ادریس زمان وویل، چې خلیلزاد او طالب استازی ترمنځ  خبرې په کابل کې د امریکایی پوهنتون د دوو تنو استادانو د خوشی کولو  په اړه وې. چې تېرکال د  طالبانو له خوا تښتول شوی  وو، دغه خبرې د پاکستان په منځګړیتوب وشوې او له افغان سولې سره یې هېڅ تړاو نه درلود.

ولسمشر غنی له طالبانو سره په مکه کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کوی:

د سعودی العربیه ورځپاڼې له افغان سفیر سیدجلال کریم سره مرکه کړې او په افغانستان کې د سولې د راتګ په تړاو ورسره غږېدلی دی. العربیه ورځپاڼې د ښاغلی کریم له خولې لیکلی، چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا اوږدې  خبرې په افغان حکومت پورې اړه نه لری او نه هم مثبته پایله لرلای شی. نوموړی  ویلی، چې افغان ولسمشر محمداشرف غنی غواړی له طالبانو سره د سولې هوکړه د اسلامی نړۍ په زړه مکه مکرمه کې لاسلیک کړی. ده همدا راز زیاته کړې،چې له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې باید په ریاض یا ابوظبۍ کې وشی.

طالبان له جګړې څخه لاس  نه اخلی:

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال  ډېوېډ پترویس له ولسمشر ټرمپه وغوښتل چې له افغانستانه و نه وځی.جنرال ډېوېډ پټرویس له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلی:  زه فکر نه کوم چې طالبان دې سولې ته ژمن وی. زه ولسمشر  ټرمپ ته مشوره ورکوم که د تل  لپاره هلته نه پاتې کېږی ، د ډېرو خت لپاره دې پاتې شی، ځکه چې له طالبانو سره وروستۍ خبرې اغېزناکې  نه وې، طالبان خپلې وسلې پر مځکه نه ږدی او ښایی که نړیوال ځواکونه ووځی، کورنۍ جګړه به پیل شی، همدارنګه داسې نه ښکاری چې  طالبان دې  په واک کې شراکت ومنی.

طالبان د جګړې او سولې په اړه یوه خوله نه دی:

د ملی امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په افغانستان کې د ناټو له ملکی  استازی نېکولاس کی سره  په خبروکې  وویل، چې افغان حکومت له بل هرچا ډېر د سولې په لاره کې هڅې کوی او دې برخې ته  ژمنتیا لری، په  دې  اړه یې د طالبانو  پرنیت اولوری شک وښوده  او ویې ویل، چې یاده ډله سره وېشلې او د سولې او جګړې په اړه سره یوه خوله نه دی. نېکولاس کی ، په خبروکې په ډاګه کړه، چې اړتیا ده ،د سولې لپاره اوربند اوبیا افغانی خبرې  وشی ، چې معلومه شی  طالبان په خبرو کې څومره  ریښتینی دی او د دوی پرېکړې ترکومې کچې په کومو سیموکې عملی کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید