د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د کانګرېس هغه پلټنې، چې آیا د ولسمشر ټرمپ اقدامات له اساسی قانون سره په تضاد کې دی او کېدای شی پراساس یې هغه استیضاح شی، روانه اوونۍ پرسپینې ماڼې متمرکزې شوې.په کانګرېس کې دیموکراتانو له مودې راهیسې هڅې پیل کړې، چې ولسمشر ټرمپ استیضاح کړی.په دغه څېړنه کې چې د امریکا د کانګرېس د استازیو جرګې د درېیو کمېټو له خوا پرمخ وړل کېږی، د ملی امنیت شورا درى پخوانی او اوسنی چارواکی ،چې ترټولو مهم په کې ټیم موریسن دی په نښه شوی.ښاغلی موریسن د روسیې او اروپا په چارو کې د ولسمشرټرمپ جګپوړی سلاکار دی.